سل کلن برتانوي سړي دکرونا له امله د نورو مراسمو پرته نکاه  کړۍ ده.

انګلینډ کې د کرونا ویروس د دیزیدو او د کزونا د نو پېښو د مخنیوي له امله د برلانیه دولت بو اعلان کړۍ چې ډیر عمر واله خلک دې زانته والي اختیار کړي او له حلکو سره دې اړېکې پرې کړي.

هلته بزتانیه کې د کورونا ویروس ۲ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي او څه د پاسه ۱۰۴ تنو د دغه ګواښونکي ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه لړ کې یو هندی الاصله سل کلن برتانوی وګړي  یاور عباس کوم چې لصل کې د هند د اترپردېش ایالت سره تعلق لري، غوښتل چې له خپلې همکارې او هندۍ لیکلوالې نور ظهیر سره د مارچ په ۲۷مه نېټه واده وکړي، خو د کورونا ویروس له امله د هغه د واده مراسم هم ګډوډ شول او هغه مجبور شو، چې له نور ظهیر سره د نکاح تړلو دفتر ته ولاړ شي او پرته له کومو مراسمو سره واده وکړي.

دواړخ چې کله د نکاح بزتانیه کې د نکاح د تړلو یو دفتز ته ورغلل نو هغوي ته یی دوه ورڅو کې فقت دوه سته وخت ورکړ تر]‏څو دوي خپله نکاح وتړي هغوي دا کار دکرونا د مخنيوي لپاره وکړ..

هغوی بیا وروسته په خپل کور کې د واده ساده مراسم ونیول او د خپل واده خوشحالي یې یوازې له شپږو نورو مېلمنو سره په ګډه ونمانځله.

یاور عباس خپله رسمي دنده د دوهمې نړیوالې جګ-ړې پر مهال د برتانیې په پوځ کې د یوه فوټوګرافر په حیث پیل کړې وه. هغه وروسته له دغې دندې نه له بي بي سي اردو سره کار پیل کړ او د فلمونو په جوړولو او فرهنګ برخه کې یې هم فعالیتونه وکړل

د یادونې وړ دۍ چې ټوله نړۍ د کرونا ویروس له امله فلج شوې ده او نيمه نه زیاته نړۍ لاک ډاون شوې ده دغه کارونه ټولو هېوادونو د کرونا د مخنيوي لپاره ککړي دي. .

دیو پاکستاني سړي ناوې نرښځى ختلى

د پنجاب ايالت کې يوه جالبه رامنځته شوې ده، يو کس چې واده يې وکړ، د واده په شپه ورته معلومه شوه، چې مېرمن يې ښځه نه ده بلکې نرښځى دى.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان د پنجاب ايالت جهلم سيمه کې د سجاد په نوم يو کس دوه ورځې مخکې د نازيې په نوم له نجلۍ سره واده وکړ.

د واده د ټولو دودونو ترسره کولو وروسته کله چې سجاد د ناوې ډولۍ کور ته يوړه، نو د شپې ورته معلومه شوه، چې د هغې نازيه خو نجلۍ نه ده، بلکې نرښځى دى، سړي چې دا حالت وليده له پښو يې ځمکه وتښتېده.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دې حالت په ليدو سړي له شرمه څه ونه ويل او د واده ډوډۍ هم چې بله ورځ ټاکل شوې وه، ورکړل شوه.

د واده د ډوډۍ ورکولو وروسته ياد سړي خپله ناوې يا نرښځى د خپل پلار کور ته ولېږه، خو کله چې خپلو خپلوانو د ناوې دومره ژر د پلار کور ته لېږلو په اړه پوښتنې پيل کړې، نو سجاد مجبوره شو چې اصل وجه ورته ووايي، هغه خپلو خپلوانو ته وويل، چې ناوې يې نجلۍ نه وه، بلکې نرښځى و.

پاکستاني رسنۍ ليکي، چې د سجاد مېرمن ١٥ مياشتې مخکې له دې نړۍ سترګې پټې کړې وې او هغه د ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره دويم واده وکړ.

هغه وايي، کله چې کور ته راغى نو د شپې ورته معلومه شوه چې ناوې نجلۍ نه ده بلکې نرښځى دى، هغه وايي کله چې له دې خبرې خبر شو، نو بېرته يې خپل پلار کره ولېږله.

پاکستاني رسنيو ته د ياد سړي خپلوانو ويلي دي، چې د دواړو د واده رشته يو پير کړې وه، نو ځکه يو لوري هم ډېره پلټنه ونه کړه، ځکه د سجاد پير هغه ته مشوره ورکړې وه، چې د ماشومانو لپاره دې بل واده وکړي