اشرف غني:افغانستان څخه د بهرنیوځواکونو وتل په شرطونو دي

ولسمشر ښاغلي اشرف غني د هیواد په امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو غږ کړی چې هغوئ باید دافغانستان په نوي وضعیت کې هم له خپل ولس څخه د دښمن د هر ډول دسیسو پر وړاندې، دفاع او مشروع اقدام وکړئ.

ویډیوکنفرانس له لارې والیانو، د قول اردوګانو او امنیې قومندانانو او دولایتونو د امنیت رئیسانو سره د سولې پروسې د وروستیو انکشافاتو په اړه دخبرو په مهال ښاغلي اشرف غني وویل دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ شوی هوکړه لیک او افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو کموالی او وتل مشروط دي.

ښاغلي غني دا خبرې په داسې حال کې کړي چې دطالبانو اؤ امریکایانو ترمنځ دسولې دتړون نه یوازې دوه ورځې وروسته خوست ولایت کې په یوه بمي چاودنه کې درې عام وګړي وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

 دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې د سولې په اړه د تېرې ورځې پېښې ته په اشارې ښاغلي اشرف غني وویل” د امریکا ددفاع وزیر او د ناټو سرمنشي کابل ته راغلي وو او د افغانستان اسلامي جمهوریت په ځانګړي ډول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې له قیدوشرط پرته خپل دوامدار ملاتړ او تعهد اعلان کړ

هغه زیاته کړه “د امریکا ددفاع وزیر او د ناټو سرمنشي واضح کړه، تر اوسه هم ګډ ګواښونه له منځه نه دي تللي او زموږ د خپلو ګډو ګټو د خوندیتوب او تروریزم ګواښ سره د مبارزې په خاطر منځمهاله او اوږدمهاله مبارزې ته اړتیا ده

ولسمشر غني دا هم وویل سوله په خلکو پورې اړه لري او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره مشوره د دولت له لومړیتوبونو څخه ده

طالبانو اؤ امریکا په ۲۹مه فرورۍ قطر کې دسولې په یو تړون لاسلیک کړی ؤ خو په دغه تړون دلاسلیک نه وروسته د دوشنبې په ورځ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اې اېف پي ته ویلي”په تشدد کې د کم والي موده اوس ختمه شوې ده، او زمونږ حملې به په عادي توګه دوام پیدا کړي”

طالبان وایي هغوئ د امریکایانو په ضد جګړه صفر ته رسولې ده خو دافغان دولت په ضد به یې جګړه دوامداره وي .

جمهورریس غني د ښځو عالي شورا د جوړولو فرمان صادرکړ

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي د سولې بحث یوملي بحث دی او په ګډه به دایمي سولې ته د رسېدو هڅې کوي.

ولسمشرغني پرون ماښام د افغانستان د یو شمېر ولایتونو له والیانو سره د ویډیوکنفرانس د لارې د سولې وروستیو پرمختګونو په تړاو ویلي له طالبانوسره چې هره هوکړه لاس لیک کیږي په مشروط ډول به وي.

نوموړی وايي د شرطونو پربنسټ به له طالبانو سره مذکرات له یوې مرحلې بلې ته ځي او که دا ډله (طالبان) له جګړې لاس واخلي په شرطونو کې به هم بدلون راځي.

اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې نن په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقنامې په هوکړه لاسليک کېدل ټاکل شوي دي.

ښاغلي غني زیاته کړې افغان دولت د داعش په ګډون له ټولو نورو ترهګرو ډلو سره هیڅ راز اوربند نه لري او په وینا یې طالبان باید له دې ډلو ځانونه جلا کړي.

د ولسمشری ماڼۍ دمطبوعاتي ادارې د معلوماتو له مخې په دې وډيوي کنفرانس کې اشرف غني ویلي طالبان باید له پاکستان سره داړیکولرلو، د خپلوامن پټن ځایونو او د جرمي اقتصاد په تړاو خلکو ته وضاحت ورکړي.

محمد اشرف غني وویل (دافغانستان بهرنی سیاست روښانه دی،افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري او یوازې دایمي ګټې لري).

ولسمشرغني په سیمه کې وروستیو بدلونوته په اشارې وویل هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د خپل ستراتیژیک عمق وګرځوي.

نوموړي د افغاستان یو شمیر والیانو ته په خبرو کې ویلي دافغانستان ټول مسایل به په تدبیرسره حل کیږي او په خبره یې زه مونږ دریځ اساسي قانون،ولسواکۍ،ملي حاکمیت اودهیواد دخلکو د درناوي دریځ دی.

اشرف غني ویلي له نړۍ سره یې اړیکې مهمې دي،له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا متحدوایالتونواوناټو سره شوي ټول تړونونه پرځای دي او له نړیوالې ټولنې او امریکا سره دمشترکو ګټو پربنسټ ښې اړیکې لري.