د شپږیزې ټورنمنټ د ټولو ټیمونو د لوبغاو لست

د شپږيزې لیګ د پلیرانو د پېرلو يا ډرافټ مراسم د افغانستان کرکټ بورډ کې ترسره شول، چې ټولو ټيمونو پکې په بېلا بېلو کټګوريو کې پلیران وپېرل، ټولو لوبغاړو ته په ډرافټ کې دا حق هم ورکول شوۍ وو،

هر ټيم یو یو پلیر د پخوانيو پلېرانو څخه له ځان سره وساتي او همدا رنګه پاتې نور پلیران بيا په ٥ بېلا بېلو کټګوريو کې په بېلا بېلو پړاوونو کې واخیستل شي،هر ټيم ١٧ لوبغاړي له ځانه سره واخیستل ، چې يو پخوانى له ځان سره ساتل شوى لوبغاړى، ١ په ايکن کټګورۍ کې، ٢ په ډايمنډ کټګورۍ کې، ٣ په پلاټينيم کټګورۍ کې، ٤ په ګولډين کټګورۍ کې او ٦ په سلور کټګورۍ کې وساتل.

د شپږواړو ټيمونو د پلیرانو لست

د بند امير ښاماران ټيم :راشد خان، اصغر افغان، شرف الدين اشرف، حميد حسن، ابراهيم ځدراڼ، حضرت الله ځاځى، طارق ستانکزى، ميروېس اشرف، وقار سلامخېل، عثمان غني، ناصر جمال، محمد سردار، ابراهيم عبدالرحيمزى، وفادار مومند، اکرام عليخېل، عمران مير او پروېز امين.

د مس عينک اتلان ټيم :محمد نبي، محمد شهزاد، نجيب الله ترکى، حشمت الله شهيدي، شاهدالله کمال، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمان، صديق الله پاچا، دولت ځدراڼ، ابراهيم خان، افسر ځاځى، بهار علي شينوارى، عابد تڼيوال، عبدالله مزاري، عبدالباقي پوپل، جمشېد خان او غمى ځدراڼ،د امو نهنګان ټيم :جاوېد احمدي، جمعه ګل مياخېل، يمين احمدزى، فريد ملک، عبدالوصي نوري، دروېش رسولي، شوکت زمان، باطن شاه، نصرت الله قرېشي، مراد علي مراد، حيات الله ناصري، يوسف ځاځى،

د کابل بازان ټيم :رحمان الله ګربز، سميع الله شينوارى، مجيب الرحمان، نوين الحق، عظمت الله عمرزى، رياض حسن، فرمان الله ساپى، ضيا الرحمان اکبر، صديق الله اتل، ضيا الرحمان شريفي، يونس احمدزى، اسحاق رحيمي، احسان الله احسان، عبدالله نايب، رحيم منګل، نجات مسعود او رحمان الله ځدراڼ.

د بوست ساتونکي ټيم :ګلبدين نايب، کريم جنت، رحمت شاه، حمزه هوتک، احسان جنت، سيد احمد شېرزاد، شفيق الله غفاري، منير احمد کاکړ، طاهر عادل، سليم ساپى، وقار الله اسحاقزى، عمران جنت، نثار وحدت، محمد عالم، غلام دستګير، نصيب الله شيردلي او ضيا الحق عيساخېل.

د سپين غر زمريان ټيم :نجيب الله ځدراڼ، قېس احمد، افتاب عالم، کريم صادق، شبير نوري، فضل ځاځى، ظاهر خان پکتين، وحيد الله شفق، عبدالله عادل، مسلم موسى، ناصر عمر، رحمت الله سهاک، پروېز ملکزى، بهير شاه محبوب، زبېد اکبري، ظاهر شهزاد او مجيد عالم.

د شپږیزې ټورنمنټ د ټولو ټیمونو د لوبغاو لست
د شپږیزې ټورنمنټ د ټولو ټیمونو د لوبغاو لست

د یادولو وړ دي چې یاد لوغاري مختلف کټګورۍ کې مختلف ریټونه لري ايکن کټګورۍ: ٥٥٠ زره افغانۍ، ډايمنډ کټګوري: ٣٦٠ زره افغانۍ، پلاټينيم کټګوري: ٢٠٠ زره افغانۍ، ګولډين کټګوري: ١٢٠ زره افغانۍ او سلور کټګوري: ٧٥ زره افغانۍ.د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ د سپتمبر په ٦مه نېټه د دفاعي اتلې لوبډلې مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ د لوبې سره پيلېږي او پايلوبه به د سپتمبر په ١٦مه تاریخ شروع شي.

کرکټ بورډ د شپږيزې ليګ د۵ ټیمونوملکیت امتیاز شرکتونو مفت ورکړ

کرکټ بورډ د شپږيزې ليګ د۵ ټیمونوملکیت امتیاز مفت ورکړ، سږکال د کورونا له امله د دې لوبډلو د ملکيت امتياز په وړيا ډول يادو شرکتونو ته ورکړل شوى دى. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د شپږيزې کرکټ ليګ د پنځه لوبډلو د ملکيت امتياز پنځه مختلفو شرکتونو واخیست،

دهېواد کرکټ بورډ ادارې له طرف نه يوه خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې د سپين غر پړانګان لوبډلې، ايوبي سپورټس کمپليکس د کابل بازان ټيم، نويد احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت دامو نهنګان لوبډلې، د ډېلي فرېش کمپنۍ د بند امير ټيم او حضرت سوداګريز شرکت د مس عينک ټیم د ملکيت امتياز په مفته واخیست، دملي کرکټ بورډ اجراييه رييس چې نن يې په کرکټ بورډ کې د يادو لوبډلو قراردادونه د يادو شرکتونو له مشرتابه سره ا مضا کړل ، او وۍ ويل چې له دې امله يې د لوبډلو د ملکيت امتياز فيس دوى څخه نه غواړي ، چې کرونا شرکتونو ته هم تاوان رسولۍ،

بلخوا بیا د لوبغاړو فيسونه او نور ټول مصارف به د لوبډلو د مالکينو په غاړه وي.د دغه قراردادونو د لاسليک پر وخت نظيم جار عبدالرحيمزي وويل شپږیزه کرکټ لیګ د کورني کرکټ په ډګر کې تر ټولو لوۍ لیګ دی چې له همدې لارې افغانستان کرکټ بورډ ډېر تکړه اتعدادونه هم مونړدلي دی او هیله لري چې په راتلونکي کې به هم ترې ډېر ځوان لوبغاړي جزب کړي

جار په خپلو خبرو کې زياته کړه د ټولو کمپنیو له مالکینو د زړه له تله مننه کوم چې راغلل او د لوبډلو د ملکیت امتیاز په ترلاسه کولو کې یې پانګونه وکړه. ډاډمن یم چې دوی به زموږ له هر ډول همکارۍ او مرستې برخمن وي او دوی ټولو ته به ممکنه اسانتیاوې برابرو.همدا راز د بوست ساتونکو لوبډلې د ملکيت امتياز بيا تراوسه کوم شرکت نه دى ترلاسه کړى.د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سيالۍ د سپتمبر په شپږمه نېټه پيلېږي او د سپتمر تر ١٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

که مونږ اوګورو په ٢٠١٩ کال کې د شپږم پړاو شپږيزې ليګ لپاره د هرې لوبډلې د ملکيت امتياز د ١٥ زره امريکايي ډالرو په بدل کې شرکتونو ته ورکړل شوى و. تېر کل د مس عينک اتلانو ټيم وزيرزي ګروپ اخيستې وه، چې د ياد ليګ اتلولي يې هم خپله کړه، خو سږکال يې په شپږيزه کې د کومې لوبډلې امتياز نه دى ترلاسه کړى.همدا راز تېر کال بيا د کابل بازانو او ننګرهار پړانګانو لوبډلې د ملکيت امتياز هيچا نه و اخيستى او د دې دواړو لوبډلو مصارف کرکټ بورډ په خپله ورکړي و.

بلخوا بیا په ٢٠١٧ کال کې بيا د پنځم پړاو شپږيزې کرکټ ليګ لپاره په ټولو لوبډلو مقابله ترسره شوې وه، چې پاراګون تجارتي ګروپ د بند امير ښامارانو ټیم په ١٥٠ زره امريکايي ډالرو، المصافي شرکت د امو نهنګانو ټيم په ١١٠ زره امريکايي ډالرو، وزيرزي ګروپ د مس عينک اتلانو لوبډله په ٩٠ زره امريکايي ډالرو، جنرال پيټروليم د کابل بازانو لوبډله په ٨٩ زره امريکايي ډالرو، مسلميار ګروپ د سپين غر پړانګانو لوبډله په ٦٩ زره امريکايي ډالرو او عارف عظيم ګروپ د بوست ساتونکو لوبډله په ٨٠ زره امريکايي ډالرو اخیستۍ و،

دا ځل به شپږیزه لیګ د تېر کال په پرتله مختلف وي او شاید تماشیان ورته ډېر ورنشي خو بلخوا ښايي په کورونو کې د ټې وې له لارې ډېر تماشیان اوګوري ځکه دا ځل د کرونا ویروس اثر ډېردۍ او شاید د همدې له وېرې خلک ېې ډېر ننداره ونکړي، نو کرکټ بورډ ادارې ته هم پکاردي چې باید سم تدابیر ورته ونیسي او د کرونا ویروس د مخنییوي لپاره هم په عامو وګړو سپارښتنې وکړي،