متحده عربي اماراتو د کرونا سره تر ټولو هېوادونو زیاته مبارزه او مرسته وکړه

د متحده عربي اماراتو د کوویډ – 19 محاربوي پلان دغه ملک سره کومک کونکۍ ثابت شو د اماراتو خلکو دغه ناروغۍ سره سختې هم ولېدې او ډېر په خه توګه یی دغې ناروۍ سره مقاومت وکړدوي د مختلفو توسعو له لارو د دغۍ وبا سره وجنګېده او د مختلفو اقداماتودپلي کولو سره د غه وبا خپرېدو کې کموالۍ راغۍ. . سربیره ددې ، ملت خپلو ټولو اوسیدونکو ته روغتیایی اسانتیاو ته مساوي لاسرسی تامین کړ دوي دغه روغتیایی اسانتیاوې پشمول د دواړو ملي او غیر اتباعو ته برابر ورسول.

عربي اماراتو د دې لپاره چې خپلو اوسیدونکو ته د اقتصادي او طبي مرستې چمتو کړي ، په ځانګړي توګه د غیر ملکې کار کونکو ته د متحده عرب اماراتو حکومت  حتی که کاریګر مزدوري هم نه کوي معاش ورکوي د دې نه علاوه دوي ته د صحت هر قسم سهولیات ورکوي.

عربي امارات چې نفوس شاوخوا 90 ٪بهرنيان شامل دي ، د دوی د اقتصادي ، رواني او فزیکي خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو اړتیا باندې ژر پوه شو. په عربي اماراتو کې د مرکزي حکومت د غې کارکونکو ته لنډ مهاله رخصتي هم ورکوي. او دوي کولۍ شي چې د ناروغي د ختمېدو پوري بېرته خپلو کارونو ته راشي

لکه څنګه چې حکومت په تدریج سره د لاک ډاون ختمولو پریکړه کړې ده له همدې له امله سوداګرۍ ته اجازه ورکړه چې ۳۰ ٪ کاري ځواک ځان سره پریدي او خپل بزنسونه مخې ته بوزي دوي ته امر شوۍ چې سوشل ډ سټنس وساتي په مختلفو شعبو کې دوي ټرانسپورټرانو ته هم امر کړۍ چې سوشل ډسټنس مراعت کړي. او د کار کولو پر وخت کې مختلفو سټراټیژیان کار واخلي.

سربیره پردې چې یاد هیواد د نورو هیوادونو سره کو مکونه په وخت کې د مرستې لپاره د یوه نمونه په توګه راپورته شو بلکې د نړۍ یو شمېر هېوادونو نه په دغي کومکي کارونو کې ډېر مخکې دۍ دوي خپلو ګاونډیو هېوادونو ته مختلف قسم طبي سامانونه ولېګدول د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبد الله بن زاید ال نهیان ، د نړۍ د تعقیب لپاره د نمونې په توګهاو انسانیت اهمیت شریک کړل

“د COVID ۱۹ بحران د ضرورت ته په کتو ټول هېوادونه د انساني خیریه کارونو ته اولیت ورکړۍ دۍ. او ټول هېوادونه یی سره يو ځاۍ کړل. هغه وویل.

یوازې د اپریل تر میاشتې پورې متحده عرب اماراتو له ۵۰ ټنو څخه ډیرې مرستې اروپا افریقا اسیا او امریکا ته وأیږل  او طبي او نور اکمالات یې له ۳۰ څخه زیاتو هیوادونو ته لیږدولي دي. تیره اونۍ ، هیواد سیرا لیونا ته شاوخوا ۷۰۰۰ میټریک ټنه مرستې د طبي متخصصینو سره د مرستې لپاره لیږلې ، په نیزیر او مالي دواړو کې د شپږو میټریک ټن توکو سربیره ، دواړو ملکونو د ۶۰۰۰ طبي متخصصینو ته د اړتیا وړ مرستې لیږلي دي.

دعربي اماراتو ولیعهد ولسمشرغني ته د ټا کنوګټلومبارکي ورکړه

د ابوظهبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان د یوه ټیلیفوني تماس له لاري ، ولسمشر محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان مرستیال والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیا ارګ وایي، په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې د ورورۍ او دوستانه وبللې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ دواړو ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه.

په دغې تماس کې د ابوظبۍ ولیعهد ژمنه وکړه چې د افغان ولسمشر محمداشرف غني د ریاست په دویمه دوره کې به د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې لازیاتې پیاوړې شي.

د ابوظهبۍ له ولیعهد له لوري د مبارکۍ وړاندې ولسمشر غني ته د کویټ، هند، چین،سریلنکا او اروپایي ټولنې له لوري هم په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ورکړل شوې.

دغه راز یو شمېر پخوانیو بهرنیو سیاسي مشرانو او په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو مشرانو هم ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

ولسمشر غني ته د بهرنیو هېوادونو د استازو له لوري د مبارکۍ پیغامونه په داسې حال کې را روان دی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې بل نوماند عبدالله عبدالله د غني دوهمه بریا نه مني.

خو ولسمشر غني لا له وړاندې د خپلې بریا جشن نمانځلی دی او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ باورلیک هم ترلاسه کړی دی.

دغه راز د ولسمشر محمد اشرف غني ټاکنیزې ډلې اعلان کړی دی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته راتلونکې پنجشنبه د لوړې مراسم کوي، خو یو شمېر سرچیني وايي ښایي یاد مراسم د څه مودې لپاره وځنډول شي.

دغه راز د روانو لانجو او نانندریو پر مهال د عبدالله عبدالله ټیم هم اعلان کړی دی؛چې دوی هم په ټاکنو کې له بریا وروسته د لوړې مراسم کوي.

دواړه لوري ادعا کوي چې افغان ټاکنې یې ګټلي دي، خو ټاکنو کمیسیون رسمآ ولسمشر غني بریالی اعلان کړ.

عبدالله عبدالله وایي، چې په ټاکنو کې د شفافو رایو په ترلاسه کولو سره هغه بریا خپله کړې ده، خو کمیسیون محمد اشرف غني بریالی اعلان کړی دی.

Related