د باجوه سفر

رمضان د اسلامي کال نهمه مياشت ده  د نړۍ مسلمانانو د روژې کې د ډېرو ګناهونو نه ځان ساتي  . د حضرت محمد د لومړي وحی یادونه ،د یادونې وړد رمضان کلنۍ لمانځغونډه د اسلام له پنځو سترو ستونو  څخه ګڼل کیږي  دېرشو ورځو پورې دوام لري ، چې سحر نه ماښام پورې دوام کوي.

د لمر ختو څخه تر لمر ټیټیدو پورې روژه نیول د هر هغه مسلمان لپاره لازمي دی چې په شدت یا اوږد مهاله ناروغ نه وي ، سفر ، زاړه ، امیندواره ، د مور شیدې ورکول ، شوګر ، یا حیض. مریضان که روژه ونم نيسی نه ګنانګاريږي ، او د شپې خواړه چې روژه ماتوي د افطار په نامه یادیږي. که څه هم فتوا صادره شوې چې دا مسلمانان چې د نیمې شپې لمر یا قطبي شپې په سیمو کې اوسیږي باید د مکې مهالویش تعقیب کړي>دا یو عام کار دی چې د نږدې هیواد مهال ویش تعقیب کړئ په کوم کې چې شپه د ورځې څخه توپیر کیدی شي.

رمضان پيل شو. ددې سره يو ځای هم ذهن ته دا پوښتنې راپيدا شوې چې روژه څه ګټې لري، دا چې روژه په چا کېږي، په چا نه کېږي، په څه ماتېږي او په څه نه ماتېږي، په دې هکله مولوي صاحبان سهار او ماښام په جوماتونو کې خبرې کوي، موږ دلته د روژې د ګټو په هکله د وروستيو څېړنو خلاصه راټوله کړې ده.

په بدن د روژې د تاثيراتو په هکله وروستۍ څېړنه وايي چې روژه د انسان مېټابوليزم تېزوي او حتاً د زړښت سره مبارزه کوي او د زړتوب پروسه ورو کوي.

تر دې وړاندې څېړنو ښودلې وه چې روژه نیول د انسانانو سره مرسته کوي چې خپل اضافي وزن له لاسه ورکړي، اوس هم په دې هکله څېړنې روانې دي چې په دې هکله روژه څومره تاثير لري، خو نوې څېړنې يو بل ټکي ته اشاره کوي چې ځینې تجربې او څېړنې ددې نظر ملاتړ کوي چې روژه د انسان عمر زياتوي.

يوه نوې څېړنه چې د ساينسي راپور په مجله کې خپره شوې ده وايي چې روژه د انسان د عمر په اوږدولو کې مثبت تاثير لري، په دې څېړنه کې چې په زړو خلکو کې د کالوري د اخيستلو د کمولو د روژې ته ورته يو ميتود (تګلارې) څخه استفاده شوې ښيي چې روژه د انسانانو عمر اوږدوي، په دې سره څيړونکي غواړي د روژې په وړاندې يو نوی ليد رامنځته کړي، همدا ډول څېړنه چې په حیواناتو ترسره شوې هم ښيي چې د انرژي اخیستل راکمول او د روژې غوندې يو تګ لاره عملي کول د حيواناتو عمر زياتوي.

په خاصه توکه د جاپان د اوکيناوا د ساینس او ټکنالوژۍ د انسټیټیوټ ساینس پوهانو د انسانانو د ميټابوليزم په هکله څېړنې وکړې، دا ډله چې مېټابوليک جريان څېړي، دوی د لوږې د تاثیراتو او د لوږې څخه د ګټې اخيستنې په هيله څېړنې کوي.

ریسرچرانو ۴ کسه تر څیړنې لاندې ونيول، دوی هر يوه ۵۸ ساعته روژه ونیوه، په دې ۵۸ ساعتونو کې په مختلفو وختونو کې د دوی څخه د وینې نمونې واخیستل شوې او تر ارزونې لاندې ونيول شوې، کله چې د انسان بدن وږی شي نو يو څو مېټابوليک توپيرونه رامنځته کېږي، په نورمال حالت کې چې کاربون هايدرات تياروي بدن د انرژۍ لپاره هغه سوځوي، خو کله چې کاربون هيدرات شتون ونه لري نور پروتین او امينو اسيدونه مصرفوي، ساینس پوهانو د روژه نیونکو په وینه کې د سیتیريک اسید زيات والی وموند، سیتیريک اسید ذخیره شوې انرژي خوشي.

ساینس وایي د روژه نیونکو کسانو په وینه کې د پورین او پيریميدن اندازې وکتلې چې تر پخوا ډېرې زیاتې شوې وې، په وينه کې د پورین او پيریميدن د اندازو زيات والی په بدن کې د انتي اوکسيدان د زياتوالي سبب کېږي، کله چې ساینس پوهانو په وینه کې د انتي اوکسيدان معاينات وکړل نو ويې ليدل چې د ارګوتيونین او کارنوسين انتي اوکسيدانونه په لوړه سويه په وينه کې موجود دي او په وینه کې یې اندازه زياته شوې ده، تر دې وړاندې يوه بله څېړنه چې د زړښت په هکله شوې وه ښيي چې د زړښت سره په بدن کې د ځینو مېټابوليک موادو اندازه کمېږي، دا مېټابوليټونه چې لوسين، ايزولوسین او اوفتالميک و، د روژې په هکله بيا وروستۍ څېړنه ښيي چې په هغه کسانو چې روژه يې نيولې وه ددې مېټابوليټونه اندازه لوړه شوې ده.