بي بي سي : طالبانو د افغانستان ډېری ښارونه نیولي

د افغانستان د 1964 مادې اساسي قانون ښځو ته مساوي حقونه ورکړل ، پشمول د نړیوالې لوړې کچې او د ولسمشرۍ لپاره د کاندید کیدو حق. په هرصورت ، ډیری میرمنې د دې فرصتونو څخه لرې پاتې دي ، ځکه چې دا اصلاحات د ښار څخه بهر اغیزه ډېر کم لري. په کلیوالي سیمو کې ښڅو ته د نرانو پرتله حقوق کم ورکول کيږي.په افغانستان کې د سولې خبرۍ روانې دي او د یو بل سره خبرو لپاره بلاوۍ ټاکلي دي. یوناما په داسې حال کې له طالبانو غوښتي چې بین الافغاني مذاکراتو کې ښځو ته ګډون ورکړي چې د طالبانو درې کسییزه پلاوی د طالب بندیانو د خوشې کېدو په موخه کابل ته رارسیدلي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې مرستیالې ځانګړې استازې انګرېډ هېډن له کابل څخه د ملي امنیت شوراغونډې ته د یو ویډیو کنفرانس له لارې وویل چې طالبان دې خپل مرکچي پلاوي کې ښځو ته ګډون ورکړي. هېډن د افغانستان  لپاره د ملي امنیت شورا غونډې ته ویلي طالبان دې دغه کار د خپل بدلون د ثابتولو په موخه وکړي. دې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه د افغان سیاسیونو تر منځ د اختلافاتو له امله اندېښمنه ده او د امریکا یو میلیارد ډالر مرستې کمېدل به هم د افغانستان اقتصادي حالت اغېزمن کړي.

هېډن پر افغان سیاسیونو هم غږ کړی دی چې د بین الافغاني مذاکراتو او د کرونا سره د مخنیوی په موخه باید خپلمنځي اختلافات ختم کړي. خو نوموړې پر طالبانو هم غږ کړی دی چې په رښتني ډول سره دې د سولې خبرو ته کیني او مذاکرات دې پیل کړي. هېدن د افغان حکومت له لوری د بین الافغاني مذاکراتو  لپاره د پلاوي د اعلانېدو او د طالب بندیانو د خوشې کېدو هر کلی وکړ او دا یې یو اړین ګام بللی دی.

هېډن د طالبانو لخوا پر افغان امنیتي ځواکونو ورورستي بریدونه غندلي او د اوربند دې کمېدو غوښتنه یې کړې ده. د یادونې وړ ده چې د فبرودي په ۱۸ مه وروسته تر هغه چې ټاکنو کمیسیون ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ د سیاسیونو تر منځ اختلافات رامنځته شول.

د مارچ په نهمه کله چې ولسمشر محمد اشرف غني لوړې وکړه نو تر څنګ یې پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسم ترسره کړل.

د یادو سیاسیونو تر منځ د اختلافانو د له منځه وړولو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد تر هڅو وروسته هم یاد اختلافاتو ته لاره نه ده هواره شوې.

افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تر وروستی سفر د اختلافاتو د له منځه وړلو وروسته پر افغانستان د امریکا یو میلیارد ډالر مرسته هم بندې شوې.

بلخوا ولسمشر محمد اشرف د امریکا له لوري د یادو مرستو د کمېدلو په اړه ویلي و چې د حکومت پر اساسي برخو به اغېز و نه کړي او هڅه به وکړي چې له نورو لارو دغه تشه ډکه کړي.

د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان ترمنځ ناسته؛ د لاجوردو پر دهلېز غونډه وشوه

د افغانستان حکومت د طالبانو سره خبرو لپاره مرکچي پلاوۍ وټاکه د افغانستان دولت یو ۲۰ کسيزه پلاوي لسټ  جاري کړۍ دولت له طالبانو دپلاوى مشري د ملي امنيت پخواني رييس معصوم ستانکزۍ کوي. .

یاد لست کې  معصوم ستانکزي پرته ذکيه وردګ، ډاکټر شهلا فريد، محمد ناطقي، محمد حفيظ منصور، نادر نادري، عبدالمتين بېک، عنايت الله بليخ، غېرت بهير، حبيبه سرابي، زېنب موحد، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغنديوال، شريفه زرمتۍ، جنرال ايوب انصاري، باتور دوستم، ډاکټر رسول طالب، کليم الله نقيبي، خالد نور او ډاکټر امين احمدي شامل دي.

دغه پلاوى به له طالبانو سره په بېن الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت په استازولۍ خبرې کوي.

د يادولو ده چې نن د طالبانو او افغان حکومت د پلاويو ترمنځ خبرې هم شوې دي، چې ويل کېږي د روانې مياشتې په ٣١مه نېټه به د طالب زندانيانو د خوشې کولو لړۍ رسماً پيل شي.

د دغه بنديانو د خوشې کولو پر مهال به د طالبانو يو پلاوى هم په بګرام کې حضور ولري، تر څو د زندانيانو شهرت تصديق کړي.