ژورنالستان: ځينې چارواکي ورته سم معلومات نه وړاندې کوي

 ژورنالستان: ځينې چارواکي ورته سم معلومات نه وړاندې کوي ځینې ژورنالستان وايي چې په افغانستان کې د کويډ۱۹ خپریدو وروسته دولتي ادارې رسنیو ته د معلوماتو په ورکولو کې ځنډ رامنځته کوي.

دغه ژورنالیستانو د پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې راټول شول ترڅو د کرونا وبا د خپرېدو وروسته د رسنیو حالت و ارزوي.خبريالانو په چارواکو نيوکه کوي چې دولتي چار۰۹واکي د کرونا ويروس له خپريدا ورسته دقيق معلومات نه ورکوي او معلومات ورکوي هم يوازي د هغه معلومات ورکوي چې د دويي پکې فایده وي دويي وايي چې رسني باید ارادې وي او هيڅ معلومات د ولس نه پټ نشي. لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته د دولت تر ټولو لويه لاسته راوړنه د مطبوعاتو او د بيان ازادۍ او د ځينو برخو کې پرمختګ يادولای شو.

ژورنالستان او د ميډیا کارکووونکي په حکومتي چاورکو نيوکي کوي او وايې چې ځيني چارواکي ورته په وخت معلومات نه وړاندې کوي او بله دا چې په يوه او بل نامه خبريالانو ته لويي مشکل دی.بايد وويل شي چې د افغانستان د اساسي قانون له مخي اطلاعاتو ته لاس رسی د هر افغان حق دی تر څو د حکومت او نورو خلکو له کارونو او کړنو څخه خبر شي.خو يوازي په دې استثنا چې ډير محرم او پټ معلومات او يا پکي ملي ګټو ته تاون نه وي.که څه هم افغان خبريالان معلوماتو د لاس رسي له حق څخه برخمن دي خو بيا دغه خبريالان وايې چې دوی ته پروخت معلمومات نه

د ژوندون راډيو ټلويزون سهار ګل سهار خبريال ويبپاڼه ته وويل چې چې لوړ پوړي حکمتي چارواکي خو يا پر وخت معلمومات نه ورکوي او که معلمومات ورکړي هم خو بيا هم نيمګړي وي.سهار ګل زياتوي چې داسي وخت هم راغلی چې د يوه ۲ دقيقيي خبري کليف لپاره تر ۴ ساعتو پوري د وزارت مخته انتظار کړی دی حال دا چې چارواکي به وزګار هم وو.سهارکل زياتوي چې چاروکي په دې خاطر خبریالانو ځوروي چې بيا ځلي ورپسي را نشي.

يو بل ازاد خبريال روح الله الفت هم ورته ستونزه يادوي دی وايې چې ډيری وخت دولتي چارواکي ورته يوه او بل نامه ګواښونه کوي.ښاغلی الفت وايې که څه هم د افغانستان په قوانينو کې په ښکاره ويل شوي چې هر افغان حق لري چې معلوماتو ته لاس رسی ولري. خو دده په خبره چې حکومتي چارواکي دغه اصل ته پاملرنه نه کوي.

بايد وويل شي چې د افغانستان د رسنيو ملاتړي اداري هم په وار وار په افغان حکومت سختي نيوکي کړي او ويلي دي چې افغان حکومت معلموماتو ته د لایس رسي د قانون په پلي کولو کې پاتي راغلی دی.اوس باید دې خبرو ته د حل لاره اوګوري

دويي په دې تورن دی چې خبريالان وژني او ترور کوي يې ځکه څه موده مخکي طالبانو په کندوز کې دوه خبريالانو نيولي وو چې له سختو وهلو او ډبولو وزوسته يې خږشي کړږ دږلت باید داې یو مېکانېرم له لارې دې موضوع ته د خل لارې اوګږري چې نه سیخ وسوزي او نه غوښه

د نړۍ تاریخي وباګانې

کرونا لا هم په نړۍ کې شتون لري. ښايي دغه ناروغي په ټوله نرۍ کې د تل لپاره پاتې شي. او بيخي ورکه نشي په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د تائيد سوو مثبتو پېښو شمېر تر ۴،۶ میلیونو واوښتئ.ښايي دغه ناروغي پيک ته ورسيږي.نړۍ لاهم دغې ناروغۍ سره مبارزه کوي. اوسمهال د نړۍ په کچه لومړۍ امریکا او بیا روسیه تر ټولو نه زیات مثبت پېښې ارونکۍ هیواد دۍ.

نن ورځ د نړۍ نېږدې په ۱۸۸ هېوادونو کې په کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ د ککړو کسانو شمېر څلور مېلېونه، اته لکه، ۱۲۸۲ کسان ته ورسېد او تر اوسه ټوله نړۍ کې ۳۱۸۴۸۱ کسان دغه ويروس وژلي دي. يو مېلېون او اووه لکه کسان نړۍ کې له درملنې وروسته جوړ شوي دي. 

د تلفاتو لوړې شمېر د امريکا په متحدو ايالتو کې  دي، چې يو نيم مېلېون کسان پر ککړ او له ۹۰ زره ډېر يې مړه کړي دي. نېږدې درې لکه خلک په امريکا متحدو ايالتو کې درملنه شوي دي. افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۷۰۷۲ ته رسېدلی دی او تر اوسه ۱۷۲ کسان د دغه مرګوني ويروس له امله مړه شوي دي.

 افغانستان کې د کرونا ویروس حالات:

ټول هیواد کي د ویروس څخه د روغ شووکسانو شمېر ۷۸۴ ته پورته سو او ۱۶۹ تنه بیا ځیني مړه شوي دي. د هیواد په پلازمېنه کابل کي د ویروس مثبتي پېښي ۱۹۰۴ ته پورته سوې، چي لدې جملې یې ۲۶۱ تنه روغ سوي او ۲۵ تنه مړه دي. د کابل د روغتیا مشر خوشحال نبي زاده وايي چي د ډېر رش له امله موږ نسو کولای چي ناروغانو ته پر وخت ځان ورسوو. نبي زاده: زموږ ډلي ناروغانو ته په ۵ ساعتونو کي رسیږي، چي ساده سمپل یې واخلي.

ښاغلي نبي زاده زیاتوي، چي په ښار کي ګڼه ګوڼه او د قرنطین نه مراعتول به ددې ویروس په چټک خپرولو کي مرسته وکړي. نوموړي دا څرګندوني په داسي مهال کي کوي، چي په کابل کي د خلګو ګڼه ګوڼه بیا پر زیاتېدو ده او کاروبارونه بیرته پیل سوي او خلګ خپلي اړتیاوي پوره کوي.

کرونا ويروس: نړۍ کې د کویډ۱۹په اړه وروستي معلومات

دیادونې وړ ده چې ډېرو ملکونو دغه ناروغۍ لپاره د درمل جوړولو کوشش روان کړۍ. خو لا هم یی نتیجه نده ورکړې. په اسیا کې پاکستان او هندهم دغه ناروغۍ لپاره درمل جوړوي او دغه هېوادنه وایی چې که چېرې دغه درمل کامیاپ شو نو نورو هېوادونو ته به یی ولیګو تر څو دغې درمل نه ډیر انسانان ګټه واخلي او ډیر ناروغان د د یدې ناروغۍ نه جوړ شي.

د باجوه سفر

کرونا وایرس وبا اوس په نړۍ کې په پراخه کچه په پراخېدو روانه ده. د نړې ۱۳۶ هیوادونو کې دا وبا خوره شوې او د ټولي‌ اقتصاد ته یې سخت زیان اړولی دی

افغانستان هم یو له هغه هیوادونو دی چې کرونا وایرس یې تر پارلمان نه ځان ورساوه ؛ ککړ شو ی د پارلیمان غ ی عبدالقیوم ساجدی دی چې په کرونا وایرس اخته شوي دی نوموړی  دا وخت د ایران په قم ښار کې په یو روغتون کې بستر دي

د هیواد په نورو ولایتونو کې ټول ټال ددغه وکیل په ګډون تر دم ګړیه۱۱ کسان اخته شوي‌ دي . دغه وایرس له روغتیا يي ستونزو سره سره د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر په افغانانو کې هم دا وېره خپره کړې چې د لوږې سره به مخامخ شي

کورنا باید د الله تعالی پر تقدیر باندې د کلک ایمان ترڅنگ جدی ونیسو. د کورنا سره باید د احساساتي برخورد پرځای منطقی برخورد وکړو، تر څو ځان په خپل لاس هلاکت ته ورنه کړو.

په دې برخه کې د نقل(وحې) لارښونه عقل ته چې د وحې پر احکامو د پوهېدو لپاره تر ټولو مهمه وسیله ده،  دا ده، [ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکه..] یعنې پخپله ځان د مرگ خولې ته مه اچوئ! یا په بل عبارت پخپل لاس ځان مه وژنئ!.

په کار ده، چې د نړیوالو صحي سییستمونو او نظامونو وقایوي لارښونې په خپل ژوندانه کې په دقیقه توګه عملی کړو، د عامه مصلحت لپاره د حکومت لارښونې ته په غور پام وکړو.

که نن د انسان علم او عقل د نوموړۍ وبا د مخنیوی څخه بې وسه او عاجز دی، خو سبا به د الله تعالی په مرسته د خپل صبر،حوصلې، زیار او مبارزې په پایله په دې قادر شي، چې د نوموړۍ وبا مخنیوی وکړي.

په دې لیکنه کې هڅه کوو، چې  د دیني او اخلاقي ستونزو تداخل او  هغه  دیني ستونزې  چې د کورونا د وبا په هکله مطرح کېږي، په تېره بیا د جوماتونه تړل او د ډله ییزو دیني مناسکو لغوه کول وڅېړو..دا تاسو او دا هم د لیکنې تفصیل:

ټوله نړۍ دکورنا د ویروس د چټکې خپرېدا له امله اندېښمنه ده. ورځ تر بلې یې مرگ ژوبله زیاتېږي. نوموړې نړیواله وبا دبشري تاریخ په لړ کې نوې نه ده،  نړۍ د عمر ابن الخطاب په زمانه کې دې ته د ورته وبا

 شاهده پاتې شوې ده، چې بیا یې لړۍ په بېلابېلو زمانو کې ادامه پیدا کړې ده.

موږ په خپل تاریخ کې دوه مشهور طاعونونه پېژنو: لومړې وبا د “عمواس” طاعون دی، چې د ۲۵- ۳۰ زره وگړي یې له منځه یوړل چې د قربانیانو له ډلې یې دوه مشهور اصحاب معاذ بن جبل او ابی عبیده ابن الجراح هم وو.

نوموړې وبا په ۱۷-۱۸ هجري کال کې د فلسطین په  یوه واړه کلي “عمواس” کې پیل او بیا ټول شام چې هغه مهال لویه سیمه وه خوره شوه. د دغې وبا پر مهال د مسلمانانو سره  د خپل ځانونو د خوندیتوب او د عبادتونو د ادا کولو په هکله گڼ شمیر پوښتنې راولاړې شوې وې، چې د نوموړې وبا په هکله مشهور مستشرق “یوسف فان اس” هر اړخیزه څېړنه تر سره کړې ده او په هکله ځانگړی کتاب  په آلماني ژبه لیکلی دی.

دوهمه وبا هغه لوی طاعون دی، چې په ۱۳۴۸ میلادی کې په اورپا کې د “تور مرگ” په نامه وپېژندل شوه. چې دهغه مهال د اوسیدونکې درېمه برخه یې له منځه یوړل! نومړې وبا هم د مورخینو ا لیکوالانو پام ځانته واړاوه او په اړه یې گڼ شمیر کتابونه لیکل شوي دي. و باگانو په اړه ډېری داسې مورخینو او لیکوالانو هم لیکنې کړې دي، چې دوی یې هم د قربانیانو له ډلې گرځېدلي دي، لکه ابن الوردي، الحلبي او تاج الدین السبکي چې د جمعې په ورځ یې دخطبه  وينا واوروله. د شنبې په ورځ په وبا مبتلا او د سه شنبې به ورځ وفات شو.