هایډروکسي کلوروکین کرونا ویروس لپاره څه ګټه لري

هیډروکسي کلوروکین له یو ډول کلوروکینو سره یوځای اوس مهال د کورونا ویروس د درملنې لپاره ازمایل کېږي.کرونا یو جدي ناروغي ده او نړۍ یی نيولې ده د عامو وګړو په ژوند یی تاثیر کړۍ دۍ اوسمهال د دې ناروغۍ لپاره دهایډوکس درمل ازمایل کيږي دغه درمل تراوسه پورې د FDA نه د درملنې لپاره ګټه مه اخلئ، خو که چېرته یې ډاکټران درته سپارښتنه وکړي، بیا کولی شئ استعمال یې کړئ.

د هایډروکسي کلوروکین ځانګړنې

د هایډروکسي کلوروکین درملو خوراکي قرص تر دې دمه د عمومي درملو په ډول نه دي موجود. د هایډورکسي کلوروکینو قرض یوازې د خولې له لارې د استعمال وړ دی. هایډروکسي کلوروکین د ملاریا، لوپوس اریتماتوز او آرټریټ روماتوئید د درملنې لپاره استعمالېږي.

کوچنیانو ته د ګواښ خبرتیا: دا درمل یوازې هغه کوچنیانو ته توصیه کېږي، چې څو محدودې او متفاوتې ناروغۍ ولري، نو یاد درمل په یوه خوندي ځای کې له کوچنیانو نه لرې وساتئ.

د پوستکي وضعیت وخیموي: د پوستکي د ناروغانو په صورت کې د خپلو ناروغیو په اړه ډاکټر سره وغږېږئ، دا درمل کېدای شي د پوستکي ناروغۍ نورې هم جدي کړي.

سترګو ته زیان رسوي: دا درمل کېدای شي ستاسو سترګو ته زیات ورسوي او د دید ستونزې درته پیدا کړي. د دې درملو زیات استعمال دا ډول ستونزې زیاتوي.

زړه ته زیان رسوي: دا درمل کېدای شي د زړه د ناروغیو سبب وګرځي، که څه هم غیر معمولي دي، خو په ځینو حالاتو کې وژ-ونکې ثابتېدای شي.

د یادونې وړ ده، چې هایډروکسي کلوروکین په یوازې توګه نه استعمالېږي او له نورو درملو سره تر یو ځای حل کېدو وروسته استعمالېږي، چې ډاکټران یې د خوړلو لپاره بېلابېلې لارې چارې خپلو ناروغانو ته ورښيي.

که څه هم یاد درمل د کورونا ویروس لپاره ګټور ښودل شوي دي، خو لاتراوسه پورې هېڅ یوه نړیوال بنسټ د دې تایید نه دی کړی او ټول روغتیايي بنسټونه په یوه خوله وايي، چې کورونا له واکسینو پرته نور درمل نه لري، خو د یاد ویروس لپاره تر دې مهاله واکسین هم نه دي جوړ شوي، اما نړیوالې روغتیايي ادارې او بېلابېل هېوادونه د واکسینو په جوړولو بوخت دي او وخت پر وخت په خپلو هڅو کې د پرمختګ زېري خلکو ته ورکوي.