عمران خان اسامه بن لادن ته د شهید خطاب وکړ

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي ملک او کرکټ لوبډله چلول بيخي بدل کارونه دي، د نوموړي دغه بيان ته په سوشل ميډيا غبرګون ويل شوی چې اوس ورته پته ولګېده چې په کرکټ کولو او ملک چلولو کې فرق دی.

عمران خان يوې بهرنۍ خبري ادارې سره په مرکه کې ويلي، “د ملک او کرکټ لوبډلې په چلولو کولو کې يو شان والی دا دی چې محنت به کوې د غلطيانو څخه به زده کړه کوې خو دا دوه کارونه د يو بل نه بيخي بدل دي چې ملک چلوي او کرکټ کوې”.

د عمران خان دغه بيان ته په سوشل ميډيا غبرګون ويل شوی چې هغه ته اوس دا خبره مالومه شوه.

ژورنالسټ عمر چيمه په ټويټر ويلي، “خان صېب ته اوس پته ولګېده”.

نوموړي ته ځينو کسانو د پخواني وزيراعظم نوازشریف د هغه وېنا ويډيو هم خپره کړې چې پکې نوازشریف، عمران خان ته په مخاطب کولو سره ويلي “کرکټ کوه، سياست کول ستا کار نه دی، ملک چلول ستا کار نه دی ته يواځې کرکټ کوه او اوس د کرکټ کولو هم نه یې پاتې”.

ابوبکر جټ نومې تن په ټویټر ويلي، “کومه خبره چې نن خان صاحب کوي چې په کرکټ کولو او ملک چلولو کې فرق دی، دا خبره درې کاله وړاندې نواز شريف کړې وه”.

ژورنالسټ عمېر سولنګي ويلي، ” اوس که پوهه شوی یې نو استعفی ورکړه کور ته لاړ شه او د کومې کرکټ لوبډلې کوچنګ پېل کړه، ملک چلول ستاسو د وس خبره نه ده

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر (کپتان) پاتې شوی او د هغه په مشرۍ په کال ۱۹۹۲م کې پاکستانۍ لوبډلې نړيوال کپ ګټلی ؤ.

کرکټر عمران خان له دغې څو کاله وروسته د پاکستان تحریک انصاف په نوم خپل ګوند جوړ کړی او سياست يې پېل کړی او نزدې شل کاله وروسته یې ګوند په حکومت کې راغلی او هغه وزيراعظم جوړ شوی دی.

نوموړی اکثره په خپلو وېناګانو کې د کرکټ مثالونه ورکوي چې هغه يو تکړه لوبغاړی پاتی شوی او د ملک چارې هم په ښه ډول چلولی شي.

خو په هغه باندې يې مخالفه سياستوال نيوکې کوي چې کرکټ کول او ملک چلول جدا جدا کارونه دي.

پر ټولنیزو رسنیو د مینې اظهار

ټولنیزو رسنیو کې د یوې افغان پېغلې د مینې ښکاره اعلان د دغه رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک او ټویټر زیات شمېر کارونکي حیران کړي دي

داسې یوه ټولنه کې چرته چې زیات شمېر هلکان او نجونې يې حتا د خپلې خوښې واده نه شي کولای د یوې نجلۍ له لوري پر فیسبوک د خپلې میني اظهار د بحث وړ موضوع ده.

هدا خموش چې د صبر کاسه يې ډکه شوې پر خپله فیسبوک پاڼه يې له ځوان ژورنالېست رفیع جسور سره د خپلې مینې اعلان کړی د

خموش وايي د ټولنې ټول خطرونه يې پر ځان منلي او دا کار يې کړی دی

هغه زیاته کړه: “پر خپل فیسبوک د دغه متن له خپرولو وړاندې څو ځل ماته مرګ سترګو سترګو ته شو، خو فکر کوم چې زه حق لرم چې دا کار کوم ځکه موږ ګورو چې په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې څه څه نه کېږي، د نجونو شونډې پرې کېږي، له کوره شړل کېږي، او ان خبره يې طلاق ته رسېږي، نو ځکه ما وغوښتل چې خپله مېړانه ښکاره کم او له هېڅ ډول وېرې پرته مې وغوښتل چې خپله مینه علني کړم.”

اغلې خموش وايي ۱۸ میاشتې مخکې یې هم ښاغلي جسور ته د خپلې میني په اړه ویلي وو چې نوموړي هغه مهال رد کړه، خو اوس هیله منده ده چې دا ځل مثبت ځواب ترلاسه کړی.

خو رفیع جسور وايي د دغه فیسبوکي لیکنې په لیدلو حیران شوی دی.

هغه وویل: “نه پوهېږم دا یو ښه احساس و که بد خو په ریښتیا حیران شوی یم که څه هم ماغوښتل چې دغه ډول پېښې دې په افغانستان کې وشي خو دا مې نه غوښتل چې زه دې له داسې یوې کیسې سره مخ شم، واقعاً حیران شوی یم.”

جسور وايي، کومه مېړانه چې اغلې خموش کړې نه شي کولای غوښتنه يې رد کړي خو دی وايي په دې اړه به له خپلې کورنۍ او دوستانو سره مشوره وکړي.

دی وايي مور يې ورسره منلې ده.

د مینې دا کیسه نه یوازې د دواړو لوریو لپاره جالبه او حیرانونکې ده بلکې د هغه خلکو لپاره هم چې له دې کیسې خبر دي نه مننوکې او حیرانونکې ده.

اغلې خموش وايي له دې لیکنې څو ورځې اوړي خو جرئت يې نه دی کړی چې خپل فیسبوک ته سر ورښکاره کړي او په دې اړه د خلکو احساسات وګوري.

هغه زیاتوي: “د دغه لیکنې له خپرواي وروسته بېرته خپل فیسبوک ته نه یم ورګرځېدلې، ځکه یو ډول د وېرې احساس کوم، نه یوازې د ښاغلي جسور له لوري د رد ځواب د ترلاسه کولو وېره بلکې د خلکو د خبرو نه د وېرې احساس هم کوم.”

د اغلې خموش دا فیسبوکي لیکنه سلکونه کسانو لیدلې او کمنټونه يې پرې لیکلي دي.

یو شمېر کسانو د اغلې خموش دا کار ستایلي خو ډېر شمېر نورو دا کار غندلی او له جسور يې غوښتنه کړې ده چې د رد ځواب دې ورکړي. د دغو کمنټونو په لیدو لوستونکی پوهېدای شي چې لا هم په ټولنه کې د خلکو لپاره داشان ډول کیسې د منلو نه دي خو په ټوله کې دا مسله هغه کورنیو ته چې د واده په اړه له خپلو اولادونو پوښتنه نه کوي هم يو پیغام درلودای شي، داسې یو پیغام چې ښايي اولادونه یې د هدا او جسور له برخلیک سره مخ شي