Tag: کمښت

کرونا ویروس له امله په هیواد کې د خوراکي توکو کمښت سره مخ دۍ

کرونا وایرس وبا اوس په نړۍ کې په پراخه کچه په پراخېدو روانه ده ؛د نړې ۱۳۶ هیوادونو کې دا وبا خوره شوې او د ټولي‌ اقتصاد ته یې سخت زیان اړولی دی . افغانستان هم یو له هغه هیوادونو دی چې کرونا وایرس یې تر پارلمان نه ځان ورساوه ؛ ککړ شو ی د پارلیمان غړی عبدالقیوم ساجدی دی چې په کرونا وایرس اخته شوي دی ؛نوموړی  دا وخت د ایران په قم ښار کې په یو روغتون کې بستر دي. د هیواد په نورو ولایتونو کې ټول ټال ددغه وکیل په ګډون تر دم ګړیه۱۱ کسان اخته شوي‌ دي . دغه وایرس له روغتیا يي ستونزو سره سره د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر په افغانانو کې هم دا وېره خپره کړې چې د لوږې سره به مخامخ شي‌. د کرونا ویروس له ویرې کاوندي هیواد پاکستان خپل سرحد د افغانستان سره د دوه اونیو لپاره بندوي اوس دسوداګرۍ خونه وايي چې د سرحدونو تړل کیدل افغانستان به اولیه خوراکي توکو کموالي سره مخ شي. خان جان الوکوزی وايي ‌چې له دې اندېښنې یې لورتبه چارواکي‌ خبر کړي دی ؛ د سوداګرۍ خونه وايي چې افغانستان د خوړو زخیره نه لري او ښآيي د غذايي موادو له کمبوت سره مخامخ شي . ډبلیو ایچ او یا د روغتیا نړۍ وال سازمان اعلان

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.