د هندي فلمونو هنرمنده راکول پریتسنګ په کورونا ویروس اخته شوې

د هندي فلمونو هنرمنده راکول پریت سنګ په کورونا ویروس اخته شوې د کويډ١٩ناروغی څخه په درې زياتو اغېزمنو ملکونو کې شامل د هند د يوې بلې هنرمندې راکول پريت سينګ د کورونا ويروس ټېسټ هم مثبت راغلى دى.او نوموړې په دغه ويروس مبتلا شوې.

د انډین ټايمز د راپور له مخې راکول پريت سينګ په انسټاګرام او ټويټر کې پوسټونه کړي دي او د کورونا ويروس ټېسټ د مثبت راتلو په اړه يې معلومات خپاره کړي دي.هغې ليکلي دي زه تاسې ټولو ته خبر درکوم چې زما د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى او ما ځان کرنټين کړى دى.اغلې سينګ همدا راز دا هم ليکلي دي، چې زه ښه يم او ارام کوم، تر څو بېرته ژر د فلم ثبت ته راستنه شم.هغه همدا راز له هغه خلکو څخه چې په دې نږدې ورځو کې يې له هغې سره ليدلي، هم غوښتنه کړې ده،

د هندي فلمونو هنرمنده راکول پریتسنګ په کورونا ویروس اخته شوې
د هندي فلمونو هنرمنده راکول پریتسنګ په کورونا ویروس اخته شوې

چې ژر تر ژره دې د کورونا ويروس ټېسټونه وکړي تر څو معلوم شي چې هغويي ته خو به کرونا ویروس نه وي ورغلی. هېره دې نه وي چې راکول پريت سينګ په دې وروستيو ورځو کې د (مى ډى) فلم لپاره ثبت پيل کړى و، چې ځينې عکسونه يې هم خپاره کړي و.

دا فلم چې لارښود يې مشهور هنرمند اجى دېوګن دى او په خپله پکې کردار هم ادا کوي، تر څنګ پکې اميتاب بچن هم کار کوي.د يادولو وړ ده چې د راکول پريت سينګ څخه شاوخوا يوه مياشت مخکې د هندي فلمونو دوه نور مشهور هنرمندان ورون دهون او نيتو کپور هم د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي و،

هغوى د (جګ جګ جيو) فلم ثبت کاوه.او په کرونا اخته شوی وو د یادولو وړ ده چې کرونا ویروس دوهمه چپه پیل شوې او ټوله نړی کې هره ورځ په زرګونو کسان په دغه ویروس اخته کیږي. انګلستان کې یو نوی ډول کرونا خپره شوې چې ډېر ژر بل انسان ته انتقالیږي او انسانان ډېر زیانمنوي.

د نړی هېوادونواو افغانستان کې د کرونا تازه صورتحال

د نړی هېوادونواو افغانستان کې د کرونا تازه صرتحال کویډ ۱۹ ناروغي لاهم مخ په وړاندې او په چټکۍ سره روانه ده او  هره ورځ نژدې لکونه انسانان په نړۍ کې په دې ویروس باندي اخته کیږي او دا لړی لا هم روانه ده.

تازه حال ښيي چې تراوسه ۵۳ میلیونه ۷ لکه ۶۶ زره کسان په دې ناروغي مبتلا سوي چې له جملې څخه يې تراوسه ۱۳لکه انسانان وژلي دي او څه کم ۳۸ میلیونه انسانان بیرته له دې ناروغۍ جوړ سويی ديډیری هېوادونو نیمه قرنطین او پوره قرنطین وضعه کړی چې تر ډيره بریده وکولای سي د کرونا ناروغۍ په وړاندې مبارزه وکړي خو داسې بریښي چې  د هغوی دا مبارزه نیمګړې او تراوسه يې سمه نتیجه نه ده ورکړې نو لا هم دی ته خلک په تمه دي چې امریکا او هند د نړۍ  په کچه هغه هېوادونه دي چې تراوسه میلیونونه د کرونا پیښي  پکښي ثبت شوې  دي

د راپورونو له مخې تراوسه امریکا کې ۱۱ میلیونه او هند کې شاوخوا ۸ میلیونه انسانان په دې ناروغۍ  مبتلا سوي دي ژر تر ژره به یو حل راوزي او خلک به ازاده فضا کې ژوند وکړي. افغانستان کې تراوسه پوري په کرونا ناروغي ۴۲ زره ۹۶۹ کسان په کرونا اخته سوي چې له جملې څخه یې ۱۵۹۵ کسان وژل سوي او ۳۵ زره شاوخوا ترې  جوړ سوي دي

نړیوال هېوادونه کوښښ کوي ترڅو د کرونا په وړاندې خپله مبارزه کړندۍ او د دې ناروغي د مخنیوي واکسین جوړ کړي  خو تراوسه هیڅ یو هېواد نه دی توانیدلی چې عامه توګه دا واکسین جوړ او پلی کړی داسې اندېښنې سته چې ښايي د هوا په یخیدلو سره به د کرونا ناروغي نور هم زور وکړي په افغانستان کې هم د یخې  هوا په داخلیدلو سره د کرونا ناروغي د مثبتو پیښو شمېر زیات شوی او هره ورځ د سلګونو مثبتو پیښو راپورونه ورکول شوي

د نړی هېوادونواو افغانستان کې د کرونا تازه صورتحال
د نړی هېوادونواو افغانستان کې د کرونا تازه صورتحال

ایا نړۍ به وتوانیږي چې دا ناروغي کابو کړي ایا راتلوونکي کې به د واکسین په جوړولو سره هغوی بریالي  شي او دويي ب کومو لارو خپلولو سره مبارزه وکړی شي دا هغه پوښتنې دي چې د نړیوالو مبارزه او کړنې به یې ځواب کړي ې څنګه به نړی دا حالت نورمال کړي.