متحده عرب اماراتو د کرونا د تشخیص لپاره افغانستان سره مرسته وکړه

متحده عرب اماراتو له خوا افغانستان سره د کرونا وایرس د تشخیص لپاره د ۵۰۰ کیټونو مرسته وکړه

متحده عرب اماراتو د افغانستان دولت سره د کرونا وایرس د تشخیص ۵۰۰ کیټونو مرسته وکړه . دغه تشخیصي بستو څخه به په حادو تنفسي ناروغانو کې د کرونا وایرس د تشخیص لپاره ګټه واخستل شي د هرې بستې پواسطه ۵۰ ټسټونه ترسره کیدای شي چې کولای شو په مجموع کې د ۲۵۰۰۰ کسانو لپاره د کرونا وایرس معاینات ترسره کړو.

دعامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور د متحده عرب اماراتو له سفیر څخه د دغه کيټونو د ترلاسه کولو پر وخت د متحده عرب اماراتو بشردوستانه مرستې وستايلې. هغې ويې ویل: (په دې حساسو حالاتو کې چې افغانستان له څو اړخونو د کرونا وایرس تر خطر لاندې دی، عامې روغتيا وزارت د دې وایرس معایناتو ته شدیده اړتیا لري.)

نوموړې زياته کړه: (عامې روغتيا وزارت هیواد ته د دې وایرس د راتلو او مخنيوي پخاطر خپلې ټولې هڅې په لار اچولي او د نړیوالو همکارانو په مرسته توانیدلي یو ترڅو په هېواد کې د دې وایرس د خپریدو څخ په ښه توګه مخنيوی وکړو.). د یادولو وړ ده چې د دې ۵۰۰ کيټونو څخه علاوه به نور ۵۰۰ کیټونه هم وروسته د افغانستان دولت ته ورکړل شي چې په مجموع کې ۵۰۰۰۰ معاینات کيږي

د یادونې وړ ده چې د غه ناروغي د په افغانستان کې د ایران څخه راغلي افغان وګړو له وجې راغلي او اوسمهال یی د پېښو شمېر ۱۵ نه زیات شوۍ دۍ باده ناروغي د افغانستان نه علاوه د نړۍ نورو هېوادونو ته هم رسیدلې ده

د عامې د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کورونا ناروغۍ د یوې بلې پښې خبره کوي د دې وزارت ویاند وحید مایار د سې شنبې په ورځ رسنیوته وویل، د افغانستان شمال ته په سمنګان ولایت کې یو کس کورونا نیولی دی د هغه په خبره، دې پېښې سره افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر پنځو ته ورسېد

د دې ناروغۍ نورې پېښې تراوسه یوازې له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې وې. تر اوسه د افغانستان مختلفو ولایتونو کې د کورونا لسګونه شکمنې پېښې معاینه شوې، خو منفي بلل شوې دي.دا شکمنې پېښې، په هرات، هلمند، فراه، غور، بغلان، بلخ، فاریاب، غزني، لوګر او کابل کې ټولې شوې وې