ډونلډ ټرمپ:د کرسمس پورې ټول امریکايي فوځیان له افغانستان څخه راوباسو

د یو بهرنئ ورځپاڼې د خبر له مخې، ډونلډ ټرمپ ویلي، که له طالبانو سره د تاوتريخوالي د کمولو لنډمهاله هوکړه د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پر پای ته رسېدو تمامېږي نو دی چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

ټرمپ یکشنبې په ورځ (۴ کب/فبروري ۲۳)ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکايي پوځيان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ده په خبره، طالبان غواړي جګړه پای ته ورسېږي.

“دئ غواړي جګړه بس کړي. تاسې پوهېږئ، دوی له اوږدې مودې راهیسې جګړه کوي. دوی سرزوري خلک دي خو موږ هم سر زوري خلک یو. خو ۱۹ کاله جګړه اوږده جګړه ده.”

امریکا او طالبانو د دې میاشتې په لومړیو کې د تاوتريخوالي د کمښت اعلان وکړ چې له تېرې جمعې (کب ۲/ فبروري ۲۱) راهیسې يې پلي کېدل پېل شوي دي. که چېرې دا تجربه بریالۍ ثابته شوه نو ورسره به راتلونکې شنبه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک او ورسره به د امریکا تر ټولو اوږده جګړه هم ورټوله شي او د دې هېواد د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال دده یوه مهمه ژمنه به هم پوره شي.

ټرمپ ویلي: “فکر کوو دوی (طالبان) هوکړه غواړي. موږ یې هم غواړو. فکر کوم دا به کار ورکړي، خو وګورو چې څه کیږي.”

د ګارډین ورځپاڼې په وینا د تاوتریخوالي کمولو بریالۍ موده او د سولې خبرې به په نړیواله کچه د طالبانو پر مشروعیت اغېز وکړي، هغه څه چې دې ډلې په افغانستان کې د خپل رژیم او هغه مهال چې د القاعدې مشر ته یې پناه ورکړې وه، نه درلود.

امریکايي چارواکو دې امکان ته هم اشاره کړې چې کېدای شي “ورانکارې ډلې” په دې برخه کې خنډونه جوړ کړي او د دوی په وینا د اووه ورځو تاوتریخوالي کمولو په موده کې به دغه ډول خلک وپېژندل شي چې څوک بریدونه کوي.

د رسنیو په وینا ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د سولې رسېدو ته “محتاطانه خوشبیني” وښوده.

ښاغلي ټرمپ ویلي: “تاسې پوهېږئ چې موږ د تاوتریخوالي د کمولو ټاکلې موده لرو، دا یوه نیمه ورځ ده او وبه ګورو چې څه کیږي. خلک غواړي چې هوکړه وکړي او طالبان هم غواړي چې موافقه وکړي، دوی له جګړې ستړي شوي دی.”

د ټرمپ لوردبۍ کې د شیخ زاهد جومات ته ولاړه

د ټرمپ لور ایوانکا په اسلامي حجاب کي شیخ زاهد جومات ته ولاړه!

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ متحده عربي آماراتو ته په خپل رسمي سفر کي د متحده عربي آماراتو یو لوی جامع جومات شیخ زاهد ته ولاړه.

هغې د یاد جامع جومات څخه په پوره اسلامي حجاب کي لیدنه وکړه، چي د اسلامي ښځینه وو لپاره تر ټولو ستر حجاب (پوړنی) ئې هم په سر وو.

هغې پر خپل رسمي ټویټر پاڼه د شیخ زاهد مسجد څخه د لیدني تصویرونه خپور کړي او د دې ترڅنګ ئې د شیخ زاهد جومات د ارزښت په اړه لیکلي((د شیخ زاید جومات؛ د عصري اسلامي معمارۍ او ډیزاین عالي اثر)).

پر ټولنیزو رسنیو د هغې دا لیدنه په اسلامي ډول له یوه لوی اسلامي جامع جومات څخه ډېره ستایل سوې.

د ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ اوس د ۳۸ کلنو ده، چي اوس سیاستواله، خو د پلار تر ولسمشر کېدو مخکي لیکواله او موډله وه.

اوس د سیاست ترڅنګ لیکوالي هم کوي. ایوانکا ټرمپ (هغه ښځي چي کار کوي) په نوم هم یو کتاب لیکلي، چي پښتو ژبي ته شفیقې خپلواک راژباړلی.

ایوانکا ټرمپ د اقتصاد په برخه کړي لوړي زده کړي کړي دي.

د ټرمپ لوردبۍ کې د شیخ زاهد جومات ته ولاړه

هغې په ۲۰۰۹م کال کي د جر کوشنر په نامه یوه سړي سره واده کړی، چي ورڅخه درې اولادونه لري.

افغانستان نه پوځيان هېواد ته راستنوم او جګړه ختموم  ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي په افغانستان کې خپله اوږده جګړه ختموي او ټول عسکر له دغه هېواد وباسي. ټرمپ نن ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې د امریکا جګړه اوږده شوه او ټوله بیه یې امریکايي کورنۍ پرې کوي.

 ده ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه پای ته رسوي او خپل سرتېري وباسي. ټرمپ یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې نه غواړي زرګونه بېګنا افغانان ووژني. د ده په وینا د سولې خبرې روانې دي، جګړه به ختمېږي او دی نه غواړي چې په دغه جګړه زرګونه افغانان ووژني.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت ستاینه هم وکړه او په خبره یې دوی دلته په یوه عالي کار بوخت دي او د سولې خبرې به هم ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

د یادونی وړده د چی د سولی خبری د آمریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد په مشری روانی دي او د ده پر وینا ډیرژر به یو توافق ته ورسیږي  د ۲۰۱۸م کال راهیسې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې په اړه په بیلابیلو پړاونو کې لس ځله مذاکرات شوي خو د وروستی ځل مذاکرات له دې امله د ځنډېدو راپورونه ترلاسه شوي چې طالبانو له دایمي اوربند سره چې د افغان حکومت او ولس غوښتنه ده رضایت نه دی ښودلی  

 د امریکا ولسمشر پر ترهګرۍ ضد مبارزه ټینګار وکړ او و یې ویل د نړۍ په هېڅ ګوټ کې به ترهګر خوندي نه وي.