WHO: غزه کې د جګړې له امله ۴۲ زره کسان مرګوني ټپیان دي
اړوند خبرونه:
د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی
اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو
په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، غزه کې نږدې ۴۲ زره کسان د جګړې له امله مرګوني ټپیان دي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د تازه راپور له مخې، غزه کې نږدې ۴۲ زره کسان د جګړې له امله په داسې ټپونو اخته شوي چې د هغوی ژوند یې بدل کړی.
د راپورونو له مخې د دغو ټپیانو څلورمه برخه ماشومان دي.
په ټپیانو کې تر ۵ زرو د زیاتو کسانو د بدن غړي پرې شوي او زرګونه نور د دماغ، ملا تیر، سوځېدو او د لاسونو او پښو د سختو ټپونو له امله دوامداره درملنې ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې، د غزې روغتیايي سیستم د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
دوی وایي، له ۳۶ روغتونونو یوازې ۱۴ یې په نیمه توګه فعال دي او ډېری مرکزونه تړل شوي.
راپور ټینګار کوي د مصنوعي غړیو د جوړولو او نور روغتیايي خدمات باید پراخ شي، ځکه په وینا یې دغه ټپونو یوازې فزیکي نه بلکې د خلکو پر روان یې هم منفي اغېز کړی.
د معلوماتو له مخې، د اسراییل-حماس جګړې له پیله څه باندې ۶۷ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۶۰ زرو زیات ټپيان شوي دي، خو د جګړې درېدو هڅې لا هم پر خپل ځای دي.