ابو محمد جولاني: موږ نه غواړو چې سوریه د افغانستان په څېر شي
د سوریې نوی واکمن ویلي چې موږ اجازه نه ورکوو چې سوریه د افغانستان په څېر شي
ابو محمد جولاني ویلي چې سوریې ته به د پرمختګ او له نړۍ سره د سیالۍ کولو زمینه برابروي او د افغانستان بڼه به دغه هېواد ته ور نه کړي.
د سوریې نوي مشر احمد شرع، چې پخوا په ابومحمد الجولاني مشهور وو له بي بي سي انګلش سره په مرکه کې دا رد کړه، چې ګواکې سوریه دې د افغانستان په څېر شي.
نوموړي په دغه نوي مرکه کې د افغانستان واکمن طالبان موخه دي چې د نجونو پر مخ یې د کار او زده کړو دروازې تړلي او د دریو کلونو راهیسې له نړیوالې انزوا سره مخامخ دي.
په سوریه کې ۶۰ سلنه نجونې پوهنتونونو ته ځي
ابو محمد جولاني پر همدې تړاو ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دودونو له پلوه ډېر توپیر دی او په خبره افغانستان قبیلوي ټولنه لري او سوریه کې د خلکو ذهنیت بل ډول دی.
احمد شرع زیاته کړې چې اېدلیب ښار کې له تېرو ۸ کلونو راهیسې (له ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې د دوی په ولکه کې و) پوهنتونونه پرانیستي دي.
نور ولولئ: طالبانو د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا نیولی
نور ولولئ: شنبههای ارغواني غورځنګ: د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغان مېرمنو مسئله نړیوال ناورین دی
په سوریه کې د نوي نظام راتګ له طالبانو سره دا توپیر لري چې د ښځو او نجونو ته یې د اسلام مبارک دین په چوکاټ کې ټول حقونه ورکړل، خو طالبانو بیا هغه حقوق چې اسلامي شریعت یې ښځو ته ورکوي، د خپلو شخصو عقایدو پر بنسټ نه دي ورکړي.
ابو محمد جولاني ویلي چې په سوریه کې ۶۰ سلنې ښځې پوهنتونونو ته ځي او دا کار به همداسې دوام کوي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو تر دې دمه د ښځو پرمخ د تعلیم هر راز دروازې تړلي او هڅه کوي لا نور ښځې تر محدودیتونو لاندې کړي.
تازه یې په افغانستان کې له طبي زده کړو هم نجونې منع کړې، چې سخت کورني او نړیوال غبرګونونه له ځانه سره لري.
سره له دې چې طالبانو افغان ولس او نړیوالې ټولنې د نجونو پر وړاندې د زده کړو د دروازو د خلاصون غوښتنه کړې، خو طالبان د اسلام مبارک دین له نظره د ښځو زده کړې حرامې ګرځولی شي او نه یې هم دغه غوښتنو ته ځواب موندلی دی.