افغانستانسیمه‌ییز

ارغندۍ کې اوښتي ۵۸۰ کې تر اوسه ۲۶ تنه مړه شوي

اړوند خبر:

طالبانو مسافروړونکو موټرو کې تر اوسه ۸ زره جي‌پي‌اېس نصب کړي

د افغانستان پر لویو لارو د خونړیو ترافیکي پېښو په دوام، تازه د کابل – کندهار پر لویه لاره په ارغندۍ سیمه کې ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله ۲۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه پېښه کې په زیات شمېر سپرلي ژوبل هم دي.

سرچینو ویلي چې دا پېښه نن سهار د ارغندۍ په سیمه کې د ۵۸۰ ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې، او ښایي د مړو شمېر زیات شي.

دا موټر له سړکه اوښتی او لاندې خوړ ته لوېدلی دی.

خو بل لورته بیا یو شمېر سرچینې د ۲۷ تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي، چې په وینا یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي، او د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه په رسمي ډول طالب چارواکو د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې هم په هرات کې د دا ډول مسافر وړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله ۷۹ کسانو ژوند بایللی و.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا د طالبانو حکومت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري.

عام خلک له موټر چلوونکو غوښتنه کوي، چې احتیاط وکړي او له طالبانو غوښتنه کوي چې پر ترانسپورتي شرکتونو نظارت سخت او د ترافیکي پېښو د مخنیوي هڅې دې ګړندۍ کړي.

د هرات د پېښې په تړاو هم طالبانو د هغې پېښې اړوند د ترانسپورتي شرکت مسوولان احضار کړي وو خو وروسته یې پایله شریکه نشوه چې، څه وشول؟

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button