اقتصاد او سوداګري
اروپايي اتحادیې له زرګونو افغان مېرمنو سره کار موندنه کې مرسته کړې

اروپايي اتحادیه ویلي چې دوی د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نږدې درې زره ښځو د کار موندنې ملاتړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې دفتر نن چهارشنبه د حوت ۲۲مه، ویلي چې دوی د طالبانو تر ادارې لاندې له ۲۹۵۴ کاروبارونو ملاتړ کړی دی.
دغه نمایندګي د ښځو د ملاتړ پنځه ورځنۍ کمپاین په څلورمه ورځ دا موضوع راپور کړې ده.
د اتحادیې دفتر زیاته کړې چې له ۶۳۸ ښځو سره د هغوی د کار د ساتلو لپاره مرسته شوې ده.
همدارنګه، ۹۳۳۱ غیر قانوني راستنېدونکو ښځو، چې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ وې، د قضیې د مدیریت ملاتړ ترلاسه کړی دی.
اروپا اتحادیې ټینګار کړی چې دوی د افغانستان له ښځو او نجونو سره مرسته کوي.
د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت، اروپا اتحادیې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پنځه ورځنی کمپاین پیل کړی و.