نړۍ خبرونه

اروپايي ټولنه: د امریکا لخوا پر ازادي راډیو د بودجې قطع کول د اندېښنې وړ دي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې، کایا کالاس د امریکا لخوا د آزادې اروپا/ راډیو آزادۍ د بودیجې پر قطع کېدو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې دا رسنۍ تل د ډیموکراسۍ یو څراغ پاتې شوی او خورا ارزښتناکه ده.

هغه د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۱۷مه) په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي چې اروپايي ټولنه نشي کولی په اتوماتيک ډول د رسنیو په تمویل کې د متحده ایالاتو ځای ونیسي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې په وینا، دوی به د دې رسنۍ د تمویل لپاره ممکنه انتخابونه وڅیړي.

په دې وروستیو کې، د امریکا غږ مشر مایکل ابرامویټز اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د راډیو لیبرټي د کارمندانو د ګوښه کولو

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو اجرایوي فرمان صادر کړی چې پکې د اوو فدرالي ادارو د فعالیتونو د اعظمي کمولو غوښتنه شوې، په شمول د هغه ادارې چې د امریکا غږ او نورو دولتي رسنیو څارنه کوي.

د یادونې وړ ده چې د آزادې اروپا راډیو/آزادۍ راډیو او د امریکا غږ، چې په ۵۰ ژبو فعالیت کوي، په افغانستان کې په پښتو او فارسي ژبو هم فعال دي، چې په افغانستان او ایران کې ډېر اورېدونکي لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button