اسحاق ډار: پاکستان د کابل سقوط پر مهال هلته د ای ایس ای مشر د «چای څښلو» درنه بیه پرې کوي
اړوند خبر:
خواجه اصف: که د ترکیې مذاکرات ناکام شي، له افغانستان سره مخامخ جګړې ته رادانګې
د افغانستان – پاکستان د ترینګلتیاوو زیاتېدو په دوام، تاز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال، اسحاق ډار ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کابل ته د «آی اس آی» د مشر سفر د پاکستان لپاره ګټور نه و.
اسحاق ډار ویلي چې هغه سفر یوه لویه تېروتنه وه او بیا باید تکرار نهشي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته رسېدل په پاکستان کې د ناامنۍ لامل بللي دي، او ادعا یې کړې چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په پاکستان کې امنیتي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې دي.
تازه له پاکستان سره تر وروستیو سرحدي نښتو او هوايي بریدونو وروسته د دواړو هېوادونو چارواکي د درېیم ځل لپاره د ترکیې په استانبول کې سره کېني.
د سرچینو د معلوماتو له مخې چې دا ځل به د اسلامي امارت او پاکستان د استخباراتو مشران سره کېني او خبرې به وکړي.



