سیمه

اسرائیل: پر ایران مو د غچ اخیستو په موخه بریدونه وکړل

اسرائیلو ویلي چې دغه بریدونو د ایران پر نظامي اهدافو شوي دي

د اسرائيل دفاعي ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) اعلان کړی، چې د ایران لخوا یې پر دغه هېواد د روانې میاشتې د توغندیو برید په ځواب کې ایران پر “پوځي اهدافو دقیق ګوزارونه” کړي دي.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، تهران کې د چاودنو اورېدل شوي غږونه د دفاعي سیستمونو لخوا د توغندیو د شنډولو وو.

هممهاله د ایران د هوايي‌ چلن سازمان اعلان کړی، چې ټولې الوتنې یې تر ثاني امره لغوه کړې دي.‌

سپینې ماڼۍ ویلي، له ولسمشر جو بایډن سره د اسرائیل د برید جزییات شریک شوي او دا چې امریکايي ځواکونه پکې ونډه نه لري.‌

پر اسرائیلو د ایران په ګډون په ۷ جبهو کې بریدونه

د ای‌ډي‌اېف لخوا پر اېکس یوه خپاره شوي بیان کې راغلي، “د ایران رژیم او په سیمه کې د هغه نیابتي ډلې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر اسرائیلو باندې پرله پسې بریدونه کوي – په اوو جبهو کې – د ایران له خاورې د مستقیمو بریدونو په ګډون”.

په دغه بیان کې زیاته شوې، “د اسراییل دولت د نړۍ د بل هر خپلواک هېواد په څېر حق او دنده لري چې ځواب ووايي”.

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ اسرائیلو ته د توغندیو ضد پرمختللی تاد سیسټم ورکوي

نور ولولئ: اسرائیل: په دمشق کې مو د حزب الله مالي مسئول وژلی

نور ولولئ: لبنان کې د اسرائیلو په برید کې ۲ خبریالان وژل شوي

اسرائیلي ځواکونه وايي، “دفاعي او یرغلیزې وړتیاوې” یې په بشپړه ډول چمتو دي او دا چې د اسرائیلو دولت او خلکو دفاع لپاره به “هر هغه څه وکړي چې اړتیا” یې وي.

اسرائیل د اکتوبر لومړۍ نېټه پر دغه هېواد ایران لخوا د لسګونو بالېستیک توغندیو په وسیله له برید وروسته ګواښ کړی چې غچ اخلي.

پر ایران سربېره سوریې هم ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو پر ځايي وخت د شپې ۲ بجې د دغه هېواد سویلي او مرکزي سیمو کې پر څو پوځي اډو بریدونه کړي دي.

gaxqvsexwaauvqf

په عراق کې هم د بریدونو په اړه خبرداری

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا لیکلي، دفاعي سیستمونو څو توغندي شنډ کړي او دا چې چارواکي د اوښتو زیانونو په ارزونه بوخت دي.

پر ایران او سوریې سربېره د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې په دیاله او صلاح الدین کې هم د اسرائيل د بریدونو خبر ورکړ شوی دی.‌

تر دې مخکې د خواله رسنیو یوه کارن بي‌بي‌سي ته ویلي و، چې د تهران سویل کې د “امام خمیني” هوايي ډګر له شاوخوا یې د چاودنو اورېدلي او دا چې دغه غږونه ډېر لوړ وو.

یو بل تن پر خپله پاڼه لیکلي: “سلام – د تهران خلک ۲ بجې او ۱۴ دقیقې د چاودنو د درېیو پرله پسې وحشتناکو غږونو په اورېدو راویښ شول”.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button