نړۍ

اسراییلو د یمن پر “حدیده” بندر دروند بمبار کړی

اړوند خبرونه: 

نتنیاهو: تر هغه جګړې ته دوام ورکوم تر څو چې ټاکلو موخو ته ورسېږم

نتنیاهو: تر هغه جګړې ته دوام ورکوم تر څو چې ټاکلو موخو ته ورسېږم

د اسراییلو رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد هوايي ځواک د دوشنبې په ماښام د یمن په «حدیده» بندر او شاوخوا سیمو کې د حوثیانو پر مرکزونو له ۲۰ څخه زیاتو جنګي جیټ الوتکو بمباري وکړه.

دا عملیات د یکشنبې په ورځ د تل‌اویو په «بن‌ګوریون» هوايي ډګر باندې د حوثیانو د بالستیک توغندیو د برید په ځواب کې ترسره شول، چې له امله یې شپږ کسان ټپیان شول او الوتنې یې په موقت ډول ګډوډې شوې.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ د حوثیانو پر پوځي او اقتصادي زیربناوو د حدیده بندر او په باجیل کې یوه فابریکه کې شاوخوا ۵۰ بمونه غورځولي دي.

د حوثیانو غورځنګ سره تړلې المسیره تلویزیون د حدیده د سمنټو په فابریکه کې د پراخې اور لګېدنې راپور ورکړی، چې لږترلږه یو کس یې وژلی او ۳۵ نور یې ټپیان کړي دي.

حوثیانو ګواښ کړی چې د اسراییلو پر هوايي ډګرونو، په ځانګړې توګه بن ګوریون باندې د پرلپسې بریدونو سره به “بشپړ هوايي بندیز” ولګوي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د برید په وړاندې د “څو اړخیز ځواب” ژمنه کړې او ایران ته یې هم ګواښ کړی دی. دا د ۲۰۲۴ کال د جنوري راهیسې په حوثیانو باندې د اسراییلو شپږم برید دی، چې د متحده ایالاتو لخوا همغږي شوی و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button