نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراییلو په غزه کې پر روغتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي

اسراییلي ځواکونو په غزه کې پر روغتونونو او ښوونځو بریدونه کړي دي چې یو شمېر ملکي کسان یې وژلي

په راپورونو کې ویل شوي چې د غزې روغتونونو شاوخوا کې ډزې شوې، ناروغان او روغتیاپالان دننه پکې ایسار پاتې دي.

اسرائیلي ځواکونه د غزې لوی روغتون الشفا، القدس او اندونیزیايي روغتونونو ته نژدې شوي دي او دغه راز ویل کېږي چې دې روغتونونو ته نژدې او یا پکې دننه د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

اسراییلو هم منلي چې روغتون ته نږدې دي

اسرائیل هم تائید کړې، چې الشفا ته نژدې یې ځواکونه فعال دي او پر حماس یې پرلپسې تورونه پورې کړي، چې تر الشفا لاندې چمتو شویو تونلونو کې فعالیت کوي، خو حماس د اسرائیل دا ادعا رد کړې ده.

په تازه تصویرونو کې اسرائیلي ټانکونه لیدل کېږي چې د غزې ښار الرانتیسي روغتون مخې ته ځای پر ځای شوي دي.

په یوه بله ویډیو کې چې بي بي سي ویریفای تائید کړې، یوه ښځه داسې حال کې لیدل کېږي، چې په روغتون کې ولاړه ده، ویډیويي تصویر اخلي او وايي، ”دا د اسرائیلي ځواکونو لخوا محاصره دی. ”

نور ولولئ:اسراییلو پر غزه اوبه بندې کړي دي

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ دواړو لوریو د اروبند راپورونه رد کړل

د نړیوال سره صلیب کمېټې (ای سي ار سي) بیا خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د روغتونونو وضعیت وروستي حد ته رسېدلی او د زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

اسرائیل د اکتوبر پر ۷مه د حماس بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس نژدې ۱۲۰۰ تنه ښيي. د یادونې ده، چې مخکې اسرائیلي چارواکو دا شمېر تر ۱۴۰۰ کسانو پورې یاداوه.

د ځینو اسراییلو مړي نه و پېژندل شوي

د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت ویاند لیور هیات هاګاري وايي، دوی دا شمېرې ځکه له سره بیانوي چې په وینا له بریدونو سملاسي وروسته د ځینو وژل شویو مړي نه وو پېژندل شوي، چې په وینا یې د اسرائیليانو نه وو، بلکې ”اوس موږ فکر کوو چې د ترهګرو مړي وو. ”

د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت په ورته مهال ویلي، اسرائیلي ځواکونه د غزې په شمال کې پر هغو هدفونو ”کلک ګوزارونه کوي ” چې دوی باوري دي د لبنان سخت دریځې ملېشې حزب الله اړوند دي.

لیور هیات هاګاري وايي، دا بریدونه د جمعې پر ورځ له لبنانه د اسرائیل خاورې ته د درې ډرون ننوتو په ځواب کې کېږي.

هاګاري وايي، له دې درې ډرونونو یو په نښه شوی دی او دوه نور په داسې سیمو کې غورځېدلي چې څوک پکې نه وو.

بل لور ته رویټر خبري اژانس خبر ورکړل چې غزه کې د اسراییلو له لوري پر دوو روغتونونو او یوه ښوونځي برید شوی او ددې برید پخلی د فلسطین ولسمشر هم کړی دی، خو د کره مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button