نړیوال خبرونه

اسراییلي پوځ په ټوله غزه کې د عملیاتو پلان لري

اسراییلي پوځ وايي چې په غزه کې د حماس پر ضد ځمکني عملیات پراخوي تر څو یې په بشپړ توګه له منځه یوسي

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، د دغه هېواد پوځ په ټوله غزه کې عملیات کوي او د حماس د ټولو مرکزونو پر ضد ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي.

دانیل هاګاری زیاته کړه: «د اسراییل پوځ له ترهګرو سره مخامخ کیږي او هغوی وژني.»

په ورته وخت کې د اسراییل د کورني امنیت ادارې مشر رونن بار هم اعلان کړی چې د دغه هېواد د کابینې موخه نه یوازې په غزه او فلسطیني سیمو کې بلکې په ترکیه او قطر کې هم د حماس او د هغوی د مشرانو له منځه وړل دي.

نوموړي وویل چې کیدای شي دغې موخې ته د رسېدو لپاره څو کاله وخت ونیسي، خو دا کار به ترسره کړي.

په غزه کې د خلکو بې ځایه کېدل

ملګرو ملتونو خبر ورکړی دی چې د تلې میاشتې په ۱۵مه نیټه د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د غزې ۷۵ سلنه اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.

له بلې خوا د حماس لوړپوړي وياند له بلجيم او اسپانيې غوښتي دي چې د اسراییل د جنایتونو د معلوماتو لپاره دې له غزې څخه د لیدنې په موخه د يوه اروپايي غورځنګ مشري وکړي.

نور ولولئ: حماس او اسراییلو دوه ورځې نور د اوربند پر غځېدو هوکړه وکړه

نور ولولئ: جوبایډن د اسراییل او حماس تر منځ د لنډمهاله اوربند د غځېدو هڅې کوي

د حماس ډلې یاد وياند اسامه حمدان اسرایيل د لنډمهال اوربند په سرغړونې تورن کړ او ويې ويل: «همدا اسرایيل و چې د تبادلې او اوربند له تړون څخه يې سرغړونه وکړه او بمباري يې پيل کړه.»

هغه زیاته کړه چې سوېلي غزې ته د اسراییل د ننوتلو او د حماس ډلې د دفاع لپاره د اغېز په اړه خبرې اوس هم د رسنیو بحث دی.

اسراییلو د همدې پلان لپاره اوربند رداوه

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نومبر شپږمه د اوربند وړاندیز رد کړی و او ویلي یې و، تر هغو چې حماس ډلې نیول شوي اسرایلي وګړي نه‌وي خوشې کړي، اوربند به ونه‌کړي.

له دې سربېره په تېره یوه میاشت کې میلیونونه فلسطيني وګړي له خپلو کورونو او مېنو بې‌ځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پر غزې د اسراییلو بریدونه غندل شوي او د لاریونونو په ترڅ کې د بېړني اوربند غوښتنه شوې.

پر دې سربېره، نړیوال هڅه کوي چې د حماس او اسراییلو تر منځ روانه جګړه ودروي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي، ځکه امریکا او غربي هېوادونه، نه غواړي چې اسراییل پر غزه حملې ودروي.

ځینې راپورونه وايي، چې د اسراییلو له لوري د فلسطینیانو ډله‌ییزه وژنه روانه ده او ګڼ خلک ملکي او بې ګناه کسان په کې وژل شوي او لا هم وژل کېږي.

خو دا ځل له اووه ورځني اوربند وروسته بیا اسراییلو په غزه کې د پراخو ځمکنیو عملیاتو راپورونه ورکړل او ویې ویل چې تر هغو به جګړې ته دوام ورکړي تر څو چې د حماس ډلې تهدید په بشپړه توګه له منځه نه وي تللی.

په غزه کې اوس هم ګڼ خلک بې کوره شوې او بې ګناه انسانان لا هم وژل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button