سیمه ییز خبرونه

اسلام اباد ته د ملا شیرین سفر او د افغانستان په اړه د پاکستاني دیپلوماتانو بحث ته کتنه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی و چې د ډيپلوماتانو په دې ناسته کې پر افغانستان هم بحث کېږي

پاکستان په دې وروستیو کې له سختې ناامنۍ کړېږي او اسلام اباد ددې ناامنۍ اصلي لامل ټي ټي پي بولي او تل یې ادعا کړې چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو طالبانو بیا د معمول په څېر د اسلام اباد دغه تورونه بې ځایه بللي دي.

foreign ministry
انځور؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وداني.

دغه ناسته پرون ددې هېواد د سرپرست بهرنیو چارو وزیر په وینا رسما پیل شوه. ددې غونډې په تړاو په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې نړیوالو او سیمه‌ییزو بدلونونو ته په کتو د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په مختلفونو اړخونو بحثونه وشي.

په دې ناسته کې کوم پاکستاني دیپلوماتان ګډون کوي؟

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې د افغانستان، هند، ایران، چین، ترکیې، امریکا، فرانسې، جرمني، بریتانیا او روسیې لپاره د پاکستان د سفیرانو په ګډون به په شلو هېوادونو کې د پاکستان سفیران او یو شمېر نور ډیپلوماتان په دې ناسته کې برخه واخلي.

که څه هم په اعلامیه کې دا یادونه نه ده شوې چې په ناسته کې به له افغانستان سره پر اړیکو او تعامل هم خبرې کېږي، خو تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې د دې ناستې مهمه موضوع به له افغانستان پر اړیکو بحث وي.

نور ولولئ: طالبان د افغان کډوالو له نیکو سره مخامخ دي؛ طالبان وايي پاکستان به افغان ښځې او ماشومان نه بایومیتریک کوي

نور ولولئ: د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

نور ولولئ: زلمي خلیلزاد د پاکستان او طالباني اړیکې تر وروستۍ اندازې ترینګلي بللي

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی طاهر خان په دې اړه وايي: “افغانستان به په کې یوه مهمه موضوع ځکه وي چې افغانستان اوس د پاکستان لپاره یوه مهمه مسئله ده او دا چې اوسنی کوم حالت دی، په دې به ضرور به خبره کېږي چې څنګه پاکستان او افغانستان له دې حالت څخه راووځي.”

طاهر خان وايي، له افغانستان سره اړیکو او تعامل ته له امنیتي نظر څخه کتل کېږي او په اړه یې پرېکړې د بهرنیو چارو وزارت پر ځای پوځ کوي، خو نوموړی زیاتوي چې په دې ناسته کې به پوځ ته هم وړاندیزونه وي.

پاکستان ته د طالبانو امیر ته د نږدې کس سفر

په پاکستان کې د دې هېواد د سفیرانو په ګډون دا ناسته داسې مهال جوړېږي چې د طالبانو د کندهار د والي په مشرۍ یو پلاوی په اسلام اباد کې دی او پرون یې د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره هم ولیدل.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه ليکلي چې دواړو لوریو په دې ناسته د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د شته ستونزو د هواري او د کرښې دواړو خواوو ولسونو ته د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو خبرې کړې دي.

mullah shirin
انځور: د ملا هیبت الله باوري کس ملا شیرین اخند د پاکستان له سرپرست وزیر جیلاني سره د خبرو پر مهال

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپله اعلامیه کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د طالبانو له پلاوي سره د سولې او امنیت په دوه اړخیزو اندېښنو هم خبرې کړې دي.

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې په پا

کستان کې د امنیتي پېښو له ډېرېدو وروسته پاکستاني حکومت په طالبانو تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ملاتړ کوي چې له امله یې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي.

خو طالبانو بیا د اسلام اباد دغه تورونه بې بنسټه بللي او رد کړي یې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button