اسلام اباد طالبانو ته: له ترهګرو ملاتړ مه کوئ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ترهګرو ډلو د ملاتړ پر پالیسۍ بیا کتنه وکړئ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه (د کب ۲۸مه) په یوې خبر پاڼې کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې څو ځله طالبانو ته په افغانستان کې د ټي ټي پي ډلې د غړو د موجودیت په اړه خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې وې.
اعلامیه زیاتوي، چې دا چاره د پاکستان امنیت ته لوی ګواښ دی او په دوامداره توګه ټي ټي پي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.
له طالبانو د پاکستان پرلهپسې غوښتنې
په اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټي ټي پي مشران پاکستان ته وسپاري او دغې ډلې ته خوندي پټنځای ور نه کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا ډول چارې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان سره د پاکستان د شوي ملاتړ له پامه غورځول دي.
اعلامیه زیاتوي: “موږ په افغانستان کې له واکمنو غواړو، چې د ترهګرو سره د یوځای کېدو پر پالیسۍ باندې له سره غور وکړي”.
نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ لوی درستیز یې وروستیو پېښو کې افغانان ښکېل وبلل
نور ولولئ: د پاکستان دفاع وزیر: د پاکستان پر پوځ حملې افغانستان کې تنظیمیږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان پر افغان طالبانو غږ کړی، چې دوی دې د پاکستان د خلکو او ټي ټي پي تر منځ یو انتخاب وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان د نننۍ ورځې د برید موخه د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د یوه مهم قوماندان حافظ ګل بهادر ډلې غړي وو، چې په پاکستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس لري.
طالبانو کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی
بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او خپل احتجاجیه لیک یې د پاکستان دغه ډېپلوماټ ته سپارلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر افغانستان د پاکستاني الوتکو له لوري ترسره شوي بریدونه په کلکو ټکو غندي او وايي، چې په دغو بریدونو کې د درېیو ماشومانو په ګډون اته ښځې وژل شوې دي.
دغه بریدونه پرون سهار ۳بجې شوي دي چې څو کورونه په کې ویجاړ شوي. ددې بمبار اصلي قربانیان ښځې او ماشومان دي.
طالبان په افغان خاوره کې د ټي ټي پي موجودیت نه مني، خو پاکستان بیا طالبان د یادې ډلې پر ملاتړ تورنوي.
بېګا د شپې ناوخت په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس شوې چې پر ډیورنډ کرښه پر پاکستانیو پوستو اورونه بل و.