اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

اړوند خبر:
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله طرار وایي چې هند به تر راتلونکو ۲۴ یا ۳۶ ساعتونو پورې پر پاکستان برید وکړي.
طرار په اېکس پاڼه لیکلي چې د دوی د معلوماتو له مخې هند به د پاکستان پر وړاندې دا پوځي اقدام د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د برید په غبرګون کې وکړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دا خبره نن (چهارشنبې د ثور ۱۰مه) کړې او خبرداری یې ورکړی چې که هند پوځي اقدام وکړي، د پاکستان له سخت غبرګون سره به مخ شي، او هند به په سیمه کې د دې جګړې د ناوړه پایلو مسوول وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د دوو اټومي وسلو لرونکو هیوادونو، هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د ۲۰۲۵ کال د اپریل د ۲۲مې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له مرګوني برید وروسته اوج ته رسېدلی دی.
په هغه برید کې د ترهګرۍ مقاومت جبهې (TRF) سره تړلو وسله والو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هندو سیلانیانو په یوه ډله برید وکړ، چې دا په سیمه کې په تیرو ۲۵ کلونو کې پر ملکي وګړو تر ټولو وژونکی برید بلل شوی دی.
د کشمیر له برید وروسته، هند د پاکستان پر وړاندې ګڼ شمېر ډیپلوماتیک او پوځي اقدامات پیل کړي، چې پکې د اوبو د شریکولو تړون ځنډول، د یوې مهمې سرحدي لارې تړل، د پاکستاني اتباعو لپاره د ویزې لغوه کول او د ډیپلوماتیکو اړیکو پرېکون شامل دي.