ځایی
رجحان

اسلام اباد: کېدای شي له افغانستان د سپټمبر ۱۱ په څېر بل لوی برید وشي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دوراني وايي، ښايي له افغانستانه د سپټمبر ۱۱مې په څېر بل برید وشي

ښاغلی درانی داسې مهال دغه خبرداری ورکوي چې طالبانو بار، بار د پاکستان دا ډول خبرداري بې بنسټه بللي او رد کړي یې دي. 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دوراني خبرداری ورکړی، چې ښایي له افغانستانه د سپټمبر ۱۱مې په څېر بل برید هم ترسره شي.

هغه وویل، نړۍوالو افغانستان هېر کړی، او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې «داعش د سیمې او نړۍ لپاره یوه لویه ننګونه ده.»

هېر شوی افغانستان

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د دوراني له قوله لیکلي چې د اوکراین او غزې تر جګړې وروسته نړۍوالې ټولنې افغانستان هېر کړی دی.

دوراني وړاندې وویل، «زما په باورد افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې بې غوري کولی شي افغانستان د سپټمبر له ۱۱مې څخه مخکې حالت ته راوګرځوي چې بیا د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو لامل شو.»

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

نور ولولئ: پاکستان کې پولیسو هغه افغانان هم نیولي چې نورو هېوادو ته د پرواز په انتظار وو

اصف دراني ویلي، د داعش ډله په افغانستان کې خپلې سیمې پراخوي.او په مسکو، تهران او پاکستان کې د داعش له لوري ترسره شوي بریدونه ښيي چې دغه ډله په نورو ځایونو کې هم ورته بریدونه کولای شي.

طالبانو د اصف دوراني دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د داعش ډلې شته والی رد کړی دی.

طالبان او نړیواله ډولنه

اسلام اباد,افغانستان,اصف دراني

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي دا هم ویلي چې طالبان د نړۍوالې ټولنې له خوا د رسمیت پېژندنې په درشل کې دي.

هغه همداراز ټینګار وکړ چې د طالبانو حکمونه او کړنې اسلامي نه دي.

ایکسپریس ټریبیون د دوراني له قوله لیکلي، «افغان طالبانو ځینې قوانین او فرمانونه پلي کړي چې کیدای شي په حقیقت کې د افغانستان له شرایطو سره سم وي، خو زه په ټینګار سره وايم چې د اسلامي اصولو سره سمون نه لري چې دوی یې دعوه کوي.»

خو کارپوهان وايي، طالبان چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته نږدې شوي، نو پاکستان یې وارخطا کړی دی. ددوی استدلال دادی چې اسلام اباد د طالبانو په واک ته رسېدو داسې تمې د درلودلو هیله درلوده لکه څه ډول چې یې دوی روزلي وو او برنامې یې ورکړي وې، خو اوس که طالبان په رسمیت پېژندل کېږي، نو کېدای شي د پاکستان ګټې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ شي. 

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button