نړۍ خبرونه

اسټرالیایي پوځي او په افغانستان کې د جنګي جنایتونو قضيه

اسټرالیاوي پوځي د بدنامۍ هغه قضایه وبایلله چې د رسنیو له لوري په افغانستان جنګي مجرم بلل شوی و

د اسټرالیا یوه تر ټولو لوړپوړي او ډېر ستایل شوي پوځي بېن رابرټس سمېت د درو ورځپاڼو پر ضد د “نوم بدۍ” هغه تاریخي دوسیه یا قضیه بایللي ده چې دی یې په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو تورن کړی و.

په افغانستان کې څو ځله اسټرالیاوي سرتېرې پر جنګي جرمونو متهم شوي

دا لومړی ځل و چې په دغه هېواد کې په یوه ملکي محکمه کې پر یوه اسټرايلوي سرتېري د جنګي جرمونو لګول شوي تورونه ارزول کېږي. په دې قضیې کې هغه رسنۍ محاکمه شوې چې پر ښاغلي سمېت یې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې یې بې وسلې بندیان وژلي دي.

یوه قاضي انتوني بېسانکو د محاکمې پر مهال وویل، له هغو شپږو تورونو یې څلور ریښتیا دي چې دغه سرتېري رد کړي او وايي چې ګواکې نه یې دي کړي.

خو دغه قاضي ویلي، موندنې یې ښيي چې ورځپاڼې پر هغه د دوو نورو لګول شویو تورونو په زبادولو کې پاتې راغلې. په دغو تورونو کې یو دا و چې ګواکې دغه اسټرالیاوي سرتېري پر هغې مېرمنې برید کړی و چې ده ورسره جنسي اړیکه درلودله او بل هغه چې تر خپل لاس لاندې یو سرتېری یې ګواښلی و چې باید د جګړې له ډګره ناسم خبرونه ورکړي.

نور ولولئ: دامریکااواسترالیا د طالب بندیانو په سر مشکلات

تر دغو دوو تورونو پرته پاتې نور د ځورونې څلور تورونه پر دغه سرتېري سم ثابت شول.

که څه هم تر اوسه نه هغه ته کومه سزا اورول شوې او نه هم په جنايي محکمه پر هغه د لګول شویو تورونو ارزونه او یا هم کره ثبوتونه وړاندې شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د قضیې د اورېدنې پر مهال دغه ۴۴ کلن اسټرالیاوی پوځي په محکمه کې حاضر نه و.

بهرنیان او په افغانستان کې جنګي جرمونه

په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د جګړې پر مهال ډېرې داسې ادعاوې او ورسره شواهد شته چې بهرنیو سرتېرو بې ګناه افغانان وژلي او په جنګي جنایتونو تورن دي، خو له دې سره سره بیا هم نړیواله او سیمه یې محکمې نه دي توانېدلي چې د ټولو شاملو خواوو جنګي جنایتونه وڅېړي. که دا جنایتونه وڅېړل شي، نو اصلي سرغړونکي به ښکاره او د قانون منګولو ته به وسپارل شي چې دا کار عدالت ته لار هواروي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button