لوبې خبرونه

افغان ملي لوبډلې بنګله دیش ته په لوی توپیر ماته ورکړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله دیش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماته ورکړه

د افغانستان ملي لوبډلې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کال کې په نړیوالو لوبو او سیریزونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې د همدې لړۍ په دوام یې وکولی شول، تېره شپه د بنګله دیش لوبډله هم په لوی توپیر ماته او لوبه ترې وګټي.

د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې افغان لوبډلې د لسو لوبغاړو په له لاسه ورکولو بنګله‌ېش ته ۲۳۶ منډې هدف وټاکه. افغان کرېکټ لوبډلې بنګله‌دېش لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې توپوهنه

که څه افغان لوبډلې د لوبې په لومړیو لس اوورونو کې یوازې ۳۶ منډې وکړې او څلور مهم لوبغاړي یې له لاسه ورکړل، خو د محمد نبي تجربې او د لوبډلمشر حشمت شهیدي مسؤلیت منلو لوبه وغځوله.

afghan 2024 11 07t085936.458

حشمت شهیدي د پنځوسیزې تر جوړولو وروسته وسوځېد خومحمد نبي بیا خپله وېکټ د ۸۴ منډو تر جوړولو وروسته له لاسه ورکړه.

د بنګله دېش له خوا په توپ اچونه کې مصتفیض الرحمن او تسکین احمد هر یوه څلور څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

نور ولولئ:  سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

نور ولولئ: د بنګله دېش او افغانستان تر منځ یو ورځنۍ کرېکټ لوبې نن پیلېږي

نن د افغان لوبډلې پیلیز لوبغاړي رحمن الله ګوربز او صدیق الله اتل وو.

صدیق اتل وروسته تر هغه د پیلیز لوبغاړي په توګه لوبډلې کې شامل شو، چې ابراهیم ځدراڼ د ښنګري عملیاتو له کبله لوبه نه شي کولای.

په افغاني سکواډ کې څوک و؟

د افغان لوبډلې په ننني سکواډ کې حشمت شهیدي، رحمن الله ګوربز، صدیق الله اتل، محمد نبي، رحمت شاه، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، راشد خان، فضل الحق فاروقي، الله محمد غضنفر او ننګیال خروټی شامل دي.

afghan 2024 11 07t090002.398

د دواړو لوبډلو تر منځ درې یو ورځنۍ لوبې په شارجه کې پلان دي، د نومبر پر شپږمه، نهمه او ۱۱مه د دغو لوبو کوربتوب د افغانستان کرېکټ بورډ کوي.

د افغان ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت شهیدي د دغو لوبو له پیل یوه ورځ مخکې د سې شنبې پر ورځ په خبري غونډه کې ویلي و، “دغې لوبلړۍ ته یې لوبډله ښه چمتو ده او له تېرو لسو ورځو راهیسې یې شارجه کې د تمرینونو ښه لړۍ درلوده.”

هغه شارجه لوبغالی تاریخي وباله او وايي افغان لوبډلې مهمې او ښې سیالۍ پکې ګټلې دي.

افغان لوبغاړي وايي چې راتلونکې کې به هم ښې لوبې ترسره کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button