Uncategorized

افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه سري لنکا ته وبایلله

افغانستان د سري لنکا پر وړاندې لوبه وبایلله خو محمد نبي او عضمت الله عمرزي بیا په زړه پورې لوبه وکړه

افغانستان د کرېکټ نننۍ لوبه سري لنکا ته په ۴۲ منډو وبایلله، خو د افغانستان او سري لنکا تر منځ نننۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د افغان لوبغاړو محمد نبي او عظمت الله عمرزي خورا په زړه پورې لوبه وکړه.

دواړه لوبغاړي په داسې حال کې د لوبې لپاره د لوبې ډګر ته ووتل، چې افغانستان د ۵۵ منډو بدل کې پنځه وېکټې له لاسه ورکړې وې. دواړه افغان الروانډر بېټسمینان وتوانیدل خپلې سلیزې هم بشپړې کړې او دغه راز د ۱۳۶ منډو له جوړولو وروسته محمد نبي وسوځېد، خو دواړو لوبغاړو د ۲۴۲ منډو ملګرتیا بشپړه کړې وه.

cricket1
عمرزی چې له سلیزې وروسته یې خپل بېټ پورته کړی دی

پچه لومړۍ افغان لوبډلې وګټله

د لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د سري لنکا د پیل توپ وهونکو ښه لوبه پیل کړه او تر ۱۸۲ منډو یې ملګرتیا ته وساتله.

اوېشکا فېرنانډو ۸۸ منډې وکړې او د فرید احمد ملک په توپ د ابراهیم ځدراڼ لخوا کېچ شو. له هغه سره پوتام نیسانکا راوتلی و چې سري لنکا د توپوهنې پاڼۍ تر پایه ودرېد او ۲۱۰ منډې یې وکړې.

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: راتلونکې میاشت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبې

نور ولولئ: د افغانستان او سري لنکا تر منځ ټېسټ لوبه په دویمه ورځ پلازمېنه کولمبو کې پیل شوه

هغه د سري لنکا لومړنی لوبغاړی شو چې په یوه یو ورځنۍ لوبه کې دوه سلیزې کوي.

نیسانکا لومړی شري لنکايي لوبغاړی شو چې په یو ورځنۍ لوبه کې غبرګې سلیزې کوي

افغان توپ اچوونکو ۵۰ اورونو تر پایه یوازې ۲ نور شري لنکایي لوبغاړي وسوځولی شول او سري لنکا په دې توګه افغانستان ته د ۳ وېکټو په زیان د ۳۸۲ منډو ستر هدف کېښود.

422042293 900946412035425 2838122298529243830 n
محمد نبي چې غوره توپوهنه یې وکړه او سل منډې یې پوره کړې

اوس افغان لوبډله توپ وهنه کوي

رحمان الله ګوربز چې له ابراهیم ځدراڼ سره د پیل توپوهنې ته راوتلی و، د پرامود مادوشان لخوا په یوه منډه وسوځېد.

افغانستان لپاره د حشمت الله شهیدي په مشرۍ لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، رحمت شاه، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک لوبېږي.

د دې لوبلړۍ راتلونکې لوبه یکشنبه (د فبرورۍ ۱۱مه) او درېیمه چارشنبه د (د فبرورۍ ۱۴مه) کېږي.

افغانستان او سري لنکا تر دې مخکې یوه ټېسټ لوبه هم درلوده چې سري لنکا په لسو وېکټو وګټله.

دواړه لوبډلې د یو ورځنیو لوبو له لړۍ وروسته درې شل اوریزې لوبې هم کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button