Uncategorized

افغان کرکټ ټیم پاکستان ته پرلپسې دویمه ماتې ورکړه

د افغانستان اتلې کرکټ ملي لوبډلې د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه سیالۍ کې د پاکستان ملي لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه

افغان اتلانو د خپلې دوه اړخیزې کارکردګۍ پر مټ لومړی د پاکستان لوبډله ۱۳۱ منډو ته رامحدوده کړه او ورپسې یې ټاکلی هدف د لوبې په وروستي اور کې یوازې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ.

افغانستان د پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو له ډلې د ویسټ انډيز، بنګله دېش، زمبابوې او ایرلینډ څخه وروسته وکولی شول چې په دوه اړخیزه شل اوریزه لوبلړۍ کې (۲-۰) پاکستان ته هم ماتې ورکړي.

د پرونۍ سیالۍ پچه د دویم ځل لپاره پاکستان کرکټ لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه خو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچوونکو په زړه پورې توپ اچونې یاده لوبډله یوازې تر ۱۳۱ منډو محدوده کړه. د پاکستان په ګټه عماد وسیم ۶۴ او لوبډلمشر شاداب خان ۳۲ ناسوزيدلې منډې ترسره کړې. د افغانستان په ګټه فضل الحق فاروقي ښکلې توپ اچونه ترسره کړه نوموړي د پاکستان لومړۍ دوه ویکټې په خپل لومړي اور کې ترلاسه کړې. ورسره نوین الحق، راشد خان او کریم جنت هر یوه یو- یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.

بلخوا د افغانستان کرکټ لوبډلې له لوري ښکلې ډګر ساتنه هم ترسره شوه

د پاکستان له لوري ټاکل شوی هدف افغان ملي لوبډلې د رحمان الله ګربز د ۴۴، ابراهیم ځدراڼ ۳۸، نجیب الله ځدراڼ ۲۳ او محمدنبي ۱۴ منډو پر مټ د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړی او په یادې بریا سره یې دا لوبلړۍ مخکې له مخکې ۲-۰ د افغانستان په نوم کړه. د پاکستان له لوري زمان خان او احسان الله هر یوه یو- یو ویکټ په خپل نوم کړه. رحمان الله ګربز د لوبې د انرجیټیک او فضل الحق فاروقي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

نور ولولئ: افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

دغه لوبې ته د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ګڼ شمېر مینه وال راغلي وو او دواړه لوبډلې يې پوره هڅولې.

د دغه لوبلړۍ وروستۍ لوبه د افغان کرکټ لوبډلې په کوربه توب نن ماښام ترسره کيږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به له پاکستان سره د روانې لوبلړۍ وروستۍ شل اوریزه سیالي نن شپه ۸:۳۰ بجې د متحده عربي امارتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button