افغانستان ته د کرنیزو فني تجهیزاتو د صادرولو په برخه کې د ایران چمتوالی

اړوند خبرونه:
اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو
منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو
اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي
د ایران د کرنې وزیر ویلي چې ایران د افغانستان د کرنیز سکتور د پراختیا لپاره د همکاریو د ارتقا په برخه کې بشپړ چمتووالی لري.
د «دانشجو» خبري آژانس د اقتصادي څانګې د راپور له مخې، د ایران د کرنې غلامرضا نوریقزلجه، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې وزارت له مرستیال سره د لیدنې پر مهال وویل، د ایران او افغانستان خلک له اوږدې مودې راهیسې تاریخي او کلتوري اړیکې لري، او لا هم د دوه اړخیزو اړیکو د پراخېدو په برخه کې هڅې کوي.
نوموړي د ایران او افغانستان د ګډ کمېسیون د تشکیل پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید په جدي ډول تعقیب شي. ددې ترڅنګ د کرنې په برخه کې سندونه باید د ګډ کمېسیون په چوکاټ کې ترتیب او لاسلیک شي.
نوریقزلجه زیاته کړه چې ایران چمتو دی چې خپل تخنیکي او انجینري خدمات افغانستان ته وړاندې کړي او د کرنیز صنعت فعالانو ته د پوهې او تجربې د انتقال لپاره کافي بستر، ظرفیت، او تجربه ولېږدوي.
نوموړي وزیر له افغانستان سره د اقتصادي او کرنیزو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې د کرنې په برخه کې د کار زمینه ډېره پراخه او متنوعه ده. د ګډ کمېسیون جوړول، د تفاهمنامو ترتیب او لاسلیک، کولی شي د دواړو هېوادونو د همکاریو پراختیا ته زمینه مساعده کړي.
د یادونې وړ ده چې د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې د کرنیزو همکاریو اهمیت ته په پام، او د دې سکتور د صادراتو پراخه ونډې ته په کتو، د ایران او افغانستان د ګډو اقتصادي همکاریو کمېسیون مسؤلیت د ایران د کرنې وزارت ته سپارل شوی دی.