افغانستان کې د ایډز ۲۰۰ پېښې ثبت شوي دي
طالبانو ویلي چې په تېر یوه کال کې یې د ایډز ۲۰۰ پېښې ثبت کړي دي
په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د پېښو زیاتېدل خطرناک دي او یو شمېر متخصصین وايي، که دغه پېښې همداسې روانې وي، کېدای شي په راتلونکې کال کې دغه شمېر څو برابره زیات شي.
د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ویاند له ایډز سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، چې سږ کال يې په ټول افغانستان کې د ایډز ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. شرافت زمان امرخېل زياتوي، چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره یې په ښارونو او ولسواليو کې د درملنې او تشخیص مرکزونه جوړ کړي.
د ایډز ناروغانو کمېدل او که د طالبانو تبلیغات
د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د یکشنبې په ورځ د ایډز ناروغيو اړوند په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د تېرو کلونو پر تله سږ کال د دوی د هڅو له کبله د ایډز ناروغۍ پېښې کمې شوې دي.
نوموړي ویلي، چې په ټول افغانستان کې يې اته د درملنې او ۶۱ د ایډز د تشخيص مرکزونه جوړ کړي دي. خو د ځینو روغتونونو سر طبیبان بیا وايي، ډېری خلک دغه ناروغي پټوي نو له دغه ثبت شویو شمېریو یې ګراف لوړ دی.
نور ولولئ: افغانستان کې د شري پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۰۰۰ ته رسېدلی
نور ولولئ: د ایمپاکس ناروغۍ په اړه څومره پوهېږئ؟
د زمان په خبره، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د ایډز د پېښو شمېر خورا لوړ و.
هغه په افغانستان کې د سږ کال ایډز د پېښو اړوند زياتوي: « سږ کال له موږ سره د ایډز ۲۰۰ مثبت واقعات ثبت دي.»
په لرې پرتو سیمو کې پوهاوی
نوموړی وايي هڅه کوي، چې تر تداوی لاندې ۱۴۰۰ ناروغانو ته پاملرنه زياته کړي او د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره لرې پرتو سيمو ته د عامه پوهاوي غږ ورسوي.
د طالبانو عامې روغتيا وزارت ایډز یوه ساري ناروغي یادوي او وایي که څوک په دې برخه کې ځان ته پاملرنه ونه کړی په اسانۍ پرې اخته کېدلی او انتقاليدلی شي.
له دې وړاندي د روغتيا نړيوال سازمان هم په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ اړوند خپلې اندېښنې شريکې کړې.
دغه سازمان د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې په دې برخه کې مرستې او پاملرنه زياته کړي څو دغه ناروغي صفر شي.
ملګرو ملتونو تېر کال په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۴۰مېلیونه کسانود اېچ ای وي په ویروس اخته شوي وو او له ۹ مېلیونو د ډېرو کسانو هېڅ درملنه نه ده شوې.