افغان کډوالسیاست

افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر اندېښنه

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده‌فول د پنجشنبې په ورځ وویل، برلین د طالبانو له استازو سره یوازې په تخنیکي کچه اړیکې لري، نه تر دې ډېرې. هغه وویل چې آلمان به افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارلو ته دوام ورکړي.

د آلمان د کورنیو چارو د وزیر پرخلاف، چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته د مجرمو پناه غوښتونکو د ایستلو په موخه له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو طرحه اعلان کړې وه، د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د دیپلوماتیکو اړیکو لپاره کومه زمینه نه ویني.

یوهان واده‌فول د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې له خپلو اتریشي او اسرائیلي سیالانو سره تر لیدنې وروسته وویل: “افغانستان کې د بشردوستانه وضعیت، د بشري حقونو وضعیت او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژورې اندېښنې شتون لري، او موږ د فدرالي حکومت په توګه، دا موارد به د طالبانو ډیفکټو (de facto) رژیم ته په ښکاره توګه مطرح کړو.”

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو، غواړي له آلمانه د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو د ممکنولو لپاره له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر روښانه کړه چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت هم له تخنیکي کچې پرته د طالبانو له استازو سره نورې اړیکې نه لري.

د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي، له آلمانه دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو د ایستلو یوازې یوه الوتنه شوې ده. د تېر کال په اګست میاشت کې، ۲۸ تنه مجرم پناه غوښتونکي د قطر هېواد په مرسته له آلمانه کابل ته بېرته واستول شول.

د طالبانو ادارې پخوا چمتووالی ښودلی و چې له آلمان څخه د افغان پناه غوښتونکو په بېرته ستنولو کې همکاري وکړي، خو په بدل کې یې په آلمان کې د افغانستان پر سیاسي استازولیو د کنټرول او د قونسلګرۍ د خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه کړې وه.

یوهان واده‌فول د آلمان پخوانی دریځ یو ځل بیا تکرار کړ چې د طالبانو اداره د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button