نړۍ

افغانستان کې د تروریزم د ګواښ په اړه د امریکايي جنرال خبرداری

اړوند خبرونه:

روسیه ملګرو ملتونو ته؛ موږ پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې کوو

کابلوف: نړۍ دې حقیقت ته رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني مسئول دي

امیر‌خان متقي له مسکو مننه کړي چې دوی ته په نړیوالو ناستو کې کمپاین کوي

جنرال جک کین، چې یو لوړپوړی نظامي تحلیلګر او د امریکا د پوځ پخوانی قوماندان دی، د افغانستان له پولو بهر د تروریزم د زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبر ورکړی او دا یې “بې‌ساری او ډېر جدي” بللی دی. هغه وویل چې داعش او القاعده د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته بیا تنظیم او فعال شوي دي.

جنرال جک کین د دوشنبې په ورځ، د ثور په لومړۍ نېټه، د افغانستان د تروریستي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه د هادسن انسټیټیوټ په وینا څرګنده کړه چې د طالبانو واک ته راستنېدل د تروریستي ډلو د بیا راڅرګندېدو لامل شوي او امنیتي وضعیت یې لا خراب کړی دی.

جنرال کین ټینګار وکړ چې د امریکایي ځواکونو بېړه‌ناک او بشپړ وتل نه یوازې د القاعده او داعش په څېر ډلو د بیا ودې لامل شوي، بلکې د متحده ایالاتو حیثیت یې د یوې کمزوري نړیوال ځواک په توګه ښکاره کړ.

هغه وویل: “د پوځ قوماندانان د بایډن د حکومت د بشپړ وتلو د پرېکړې مخالف وو، ځکه دوی باور درلود چې دا ډول اقدام به د القاعده او داعش د بیا ځواکمنېدو زمینه برابره کړي.”

دغه متقاعد جنرال د داعش سره د مبارزې لپاره په سوریه او افریقا کې د امریکایي ځواکونو اوسني شتون ته په اشارې سره زیاته کړه چې له افغانستانه وتل د داعش د ګواښ کچه په پام کې نیولو سره غیرمنطقي اقدام و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button