Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

افغانستان کې د رینا امیري ماموریت پای ته ورسېده

ایالاتو ځانګړې استازې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې، چې ماموریت یې نن (دوشنبه، د دلوې لومړۍ) پای ته رسېږي، په دوامداره توګه له طالبانو څخه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د تامین غوښتنه کړې ده.

هغې په خپل “مخه ښې لیک” کې پر اېکس پاڼه لیکلي: “د طالبانو د ځواب ویلو او د افغان زړورو ښځینه مشرانو او د بشري حقونو مدافعینو د هڅو څخه د ګټې اخیستنې لپاره، ډېر کارونه باید ترسره شي. تر ټولو مهمه دا ده چې موږ باید کار ته دوام ورکړو ترڅو طالبان قانع کړو چې هغه مخرب احکام لغوه کړي چې ښځې او نجونې یې له اختیار، تحرک، تحصیل، معیشت، غږ او د ژغورونکي طبي موسسو ته له لاسرسي څخه محرومې کړي دي.”

تر اوسه روښانه نه ده چې د متحده ایالاتو نوی حکومت د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ به څوک د هغې پر ځای وټاکي او یا به د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د ځانګړې استازې پوست وساتي که نه.

اغلې امیري وايي چې طالبانو د “وېرې او ترهې” کلتور رامنځته کړی او افغانستان یې په یو دایره کې د وابستګۍ او فقر کې ساتلی دی. باید له طالبانو څخه غوښتنه وشي چې د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي.

د متحده ایالاتو ځانګړې استازې زیاتوي چې د افغانستان ټول وګړي د خپلو خوبونو د تحقق فرصت مستحق دي.

هغې په دې لیکنه کې زیاته کړې چې باور لري یوه ورځ به راشي چې افغانستان به یوې ټولشموله ټولنې ته پرمختګ وکړي او د هغې زامن او لوڼې به د یوې غوره راتلونکې لپاره وړتیا ولري.

رینا امیري وايي چې نړۍ باید د افغانستان د زړورو ښځو او نارینه وو تر څنګ ودریږي. دا د سیمې او نړۍ لپاره یوه اخلاقي او ستراتیژیکه اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اغلې امیري د ماموریت دوره د متحده ایالاتو د ځانګړې استازې په توګه د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې له جدي نیوکو سره مخ ده.

یوشمېر د بشري حقونو فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین وايي چې هغې په خپل ماموریت کې نه یوازې په دې برخه کې “لاسته راوړنه نه ده درلودلې”؛ بلکې د طالبانو له خوا د هېواد د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو او ازادیو محدودیتونه او بندیزونه د اغلې امیري د ماموریت په وخت کې زیات شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button