افغانستان کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز

اړوند خبرونه:
د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې راډیویي خپرونې ولې بې کیفیته دي؟
طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې
د افغانستان د خبریالانو مرکز نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې اوس د هغو ولایتونو شمېر چې په کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول په رسمي ډول منع شوي، ۱۳ ته رسېدلی دی.
هرات آنلاین لیکلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا د محلي ادارو او رسنیو لپاره د نوي امر په تعقیب، د جوزجان، زابل او پروان ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول هم منع شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې اوس د هغو ولایتونو شمېر چې په کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول په رسمي ډول منع شوي، ۱۳ ته رسېدلی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون په ۱۷مه ماده کې، چې د تېر کال د اګست په ۲۰مه نافذ شوی و، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو محدودیت وضع شوی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ټینګار کړی چې دا قانون به په تدریجي ډول د افغانستان په ټولو ولایتونو کې عملي شي.