افغانستان

افغانستان کې ناچاوده توکي؛ د عامه پوهاوي په اړه یې ۵۰۰زره امریکايي ډالرو هوکړه وشوه

اړوند خبرونه:

 

د طالبانو د حکومت ‏د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتو والي ادارې ویلي، چې د (AAR) په نامه له یوې جاپانۍ خیریه موسسې سره یې د څه باندې ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ګډې همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.

دغې ادارې په خبرپاڼه کې زیاته کړې،چې یاده هوکړه د پېښو پر وړاندې مبارزې ته د چمتووالي ملي ادارې د رییس، نورالدین ترابي او د دغې جاپانۍ موسسې د رییس، محمد بشیر باصر ترمنځ لاسلیک شوه.

سرچینه زیاتوي، چې د دغې هوکړې له مخې یاده موسسه اړ ده چې په کابل، زابل او ځینو نورو سیمو کې د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی وکړي.

افغانستان یو له جګړه ځپلو هېوادونو څخه دی، چې لسیزو لسیزو یې جګړه تجربه کړې ده او هره سیمه کې د ناچاوده توکو د شتون ګواښ شته.

د نظر خاوندان وایيو تر جګړې وروسته عام افغانان ډېر په ترافیکي پېښو او د جګړو په سیمو کې د ناچاوده توکو په چاودنه کې قرباني ورکوي، چې د دوی په خبره اړتیا ده په دې برخه کې مخلصانه او چټک اقدامات وشي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button