اقتصاد او سوداګرينړیوال خبرونه

افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې؛ طالبان یې قاچاق کې لاس لري

هغه وسلې چې له امریکا افغانستان کې پاتې دي، طالبان یې نورو هېوادونو ته قاچاق کوي

له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته امریکايي وسلې چې د طالبانو لاس ته ولویدلې اوس ددغه هیواد څخه بهر لیدل شوي.

یو اسرائیلي قومندان، چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي تیره میاشت د نیوزویک مجلې ته وویل، چې د امریکا د متحده ایالاتو یوه اندازه سپکې وسلې چې په افغانستان پاتې شوې وې د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو لاس ته ورغلي دي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې طالبان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو او مهماتو له قاچاق څخه ګټه ترلاسه کوي او یو شمیر څیړونکي وایي، چې طالبان د وسلو د تور بازار کنټرول په خپل لاس کې لري.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو څخه د پاتې شویو وسلو یوه اندازه پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته هم انتقال شوي دي.

خو طالبان بیا دا خبر ردوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای په لسم د وسلو د قاچاق په اړه یو راپور ته په غبرګون کې د خپل ټویټر په پاڼه د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په قاچاق کې د طالبانو لاس لرل رد کړي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي:” ټولې وسلې، تجهیزات او وسائط د هیواد په ډیپوګانو او ذخائرو کې محفوظ شوي او هیچاته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري. دا ډول پروپاګند د هغو تنش طلبه او مغرضو کړیو دسیسه ده چې په افغانستان کې روان ثبات او کنترول نشي زغملای او په وړاندې یې پروپاګند کوي”.

ددې باوجود چې طالبانو د امریکايي وسلو په ذخیرو باندې خپل کنټرول زیات کړی، رپوټونه وايي، چې د طالبانو د ډلې غړي په مستقیم ډول د وسلو په تور بازار کې د امریکايي وسلو په پلورلو کې لاس لري.

نور ولولئ: د طالبانو مخالفو څېرو په افغانستان کې د انتقالي حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

وروسته له هغې، چې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوالو ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د دوو لسیزو جنګ جګړو وروسته له افغانستان څخه ووتل افغان امنیتي ځواکونه هم وپاشل شو. دې کار طالبانو ته، چې پر افغانستان باندې حاکم شوي و، ددې اجازه ورکړه چې په لویه کچه سپکې وسلې او نور پوځي تجهیزات ترلاسه کړي.

هېواد کې پاتې شوې وسلې ۷.۱۲ میلیاده ډالره ارزښت لري

د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له خوا د یو شوي اټکل له مخې د افغانستان د پخواني رژیم د ړنګیدو پرمهال په دغه هیواد کې د ۷.۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې او تجهیزات موجود و، چې ددغو وسلو او تجهیزاتو لویه برخه د طالبانو لاس ته ورغله. په دغو تجهیزاتو کې پوځي الوتکې، نقلیه وسایط، وسلې او نورپوځي تجهیزات شامل و.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې په کندهار کې د وسلو د دلالانو سره خبرې کړې وې او ددغې ورځپاڼې د راپور له مخې دلالانو په ښکاره امریکايي وسلې خرڅولې.

ددغو دواړو سخت دریځو ډلو جیش محمد او لشکر طیبه په افغانستان کې د طالبانو د ځواکونو ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګ کې برخه اخسیتې او پوځي روزنه یې ترلاسه کړې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button