Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سپورټ

افغانې فاطمه جامي په تکواندو سیالیو کې د برنزو مډال خپل کړ

دغه افغان لوبغاړې د کیم اون‌یونګ تکواندو جام سیالیو کې د برنزو نړیوال جام وګاټه

د کیم اون‌یونګ سیالۍ چې د ښځو لوبغاړو په برخه کې د سوېلي کوریا په موجو ښار کې ترسره شوې، د تکواندو افغان لوبغاړي فاطمه جامي هم په کې برخه اخیستي وه. دغه افغان لوبغاړې په ۵۵ وزن کې د کاناډا او سوېلي کوریا تکواندو لوبغاړو ته په ماتې ورکولو سره د برنزو جام خپل کړ او افغانستان ته یې دغه ویاړ ورپه برخه کړ.

نور ولولئ: د افغانستان تر ټولو مشهور سپورت

فاطمه جامي هغه افغانه ده چې په ایران کې مهاجره ده او له ایران څخه یې په دې لوبو کې برخه اخیسته وه او دوه ورځې وړاندې یې ځان ورسولی و.

په یاده افغان لوبډله کې څوک دي؟

د افغان تکواندو لوبډله د همایون په نوم له یوه روزونکي او لوبغاړي سره سوېلي کوریا تللي ده. داسې ویل کېږي چې په ایران کې نور افغان لوبغاړي هم شته خو د مالي ستونزو له امله نه شي کولی چې په دې سیالیو کې ګډون وکړي. فاطمه جامي به په هغو نړیوالو ازادو سیالي کې ګډون وکړي چې «چون چان» ښار کې ترسره کېږي.

نور ولولئ: فوټبال: افغان ښځینه لوبډلې د بریتانیا پارلمان ښځینه لوبډله ماته کړه

کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل نو دلته اکثرو ښځینه لوبغاړو د دوی د محدودیتونو ښکار شول او نه شي کولی چې دننه په افغانستان کې خپل فعالیتونه تر سره کړي، ځکه طالبان اجازه نه ورکوي چې د پوهنتونو، ښوونځیو تر څنګ په نورو برخه کې فعالیت ولري.

په نړیوالو لوبغالو کې د افغان لوبغاړو ځلېدنه

په نړیوالو سیالي کې د فوټبال، کرکټ، تکواندو او فوتسال سیاليو کې افغان لوبغاړي په دې وروستیو کې ډېر ښه ځلېدلي افغانستان ته یې افتخارات راوړي دي. دوی په نشتو امکاناتو کې په نړیواله کچه خپلې وړتیاوې نړیوالو ته وښودي او دوی ته یې دا پیغام ورکړ چې افغان ملت په هر ډګر کې د ځلېدو وړتیا لري او کولی شي چې په هره برخه کې خپلو حریفانو ته ماتې ورکړي.

د طالبانو له واکمنېدو سره سم د فوټبال ښځینه لوبډله او نور افغان لوبغاړو هېواد پرېښود او اوس په نورو هېوادونو کې د افغانستان په نماینده‌ګي لوبېږي او ویاړونه ګټي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button