امرالله صالح:د حکومت او امریکا تر منځ اړیکې لا هم مشکل لري
امرالله صالح د حکومت او امریکا تر منځ اړیکې لا هم مشکل لري. جمهور ریس غني لومړي معاون امرالله صالح خپل یو تریخ اعتراف کې دا ومنل چې د ډونالډ ټرمپ حکومت دوی له پامه غورځولي وو.او تعلقات ېې ورسره ښه نه وو.نوموړی دا خبر د یو پوسټ له لارې ورکړ.
د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ښاغلی ټرمپ زلمي خليلزاد ته واک ورکړ چې د طالبانو سره خبرې په مخ يوسي او د ټاکنو وړاندې ددې خبرو يوه داسې پايله ترلاسه کړي چې د افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو تګلاره معلومه کړي.ښاغلي خليلزاد په دې خبرو کې د افغان حکومت دریځ ته ډېر پام ونکړ او ډېرې پریکړې يې د افغان حکومت په غياب کې وکړې او په پايله کې یې خپلې پریکړې راوړې او د افغان حکومت مخې ته یې کیښودې چې پلي ېې کړي.
د دې نه وړاندې ښکاره داسې راپورونه ورکول کېدل چې زلمی خليلزاد د افغان چارواکو سره مشوره کوي خو ویل کېږي د افغان حکومت سره ډیرې جزي مشورې کېدې چې نمایشي بڼه يې درلوده او د طالبانو سره په خبرو کې یې کوم وزن نه درلود، په پای کې به هغه څه وشول چې څه د زلمی خليلزاد غوښتنه وه.
د زلمي خليلزاد ترڅنګ ټرمپ په مستقيم ډول هم افغان حکومت ته چندان پام نه کاوه، په څه کې نن ښاغلي صالح اعتراف کوي ملت ورباندې مخکې خبر و.دا تر ډېره د ډونالډ ټرمپ له شخصیت سره تړاو لري، ډونالډ ټرمپ د ګټو په بنسټ مستقيم حرکت کاوه، ده په نورو هېوادونو کې خپل پوځ شتون بدون له مستقيم ګټې بې فايدې باله.
سیاسي تجزیه نګاران وايي د امرالله صالح د وروستیو څرګندونو په اړوند وايی چې نه بايد تر اخره د پردیو د مرستې او پام په تمه و، موږ پخپله هېواد لرو منابع لرو، نفوس لرو خلک لرو، بايد د افغانستان ملي هويت ته نور زيان ونه رسوو، فساد ختم کړو ددې هېواد عوايد په منظم ډول راټول، ذخیره او مصرف کړو او په دې ډول د یوه خپلواک په پښو ولاړ هېواد غوندې خپل موجودیت اعلان کړو.تر څو مو هېوادوال په ځان بسیا هیواد ولرو