ژوندسفر خبرونه

امریکا ته تللي افغان محصله؛ په کورنۍ پسې مې خفه یم

امریکا ته د زده‌کړو لپاره تللي فهیمه سلطاني وايي، په کورنۍ او خپل وطن پسې خفه ده

دغه افغان  محصله د نورو افغان محصلینو په څېر چې د نړۍ په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي، د امریکا په ارېزونا په پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واکمنۍ ته ورسېدل، نو نجونې لېسو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړې او پر ښځو یې د کار کولو محدودیتونه ولګول. دا کار لامل شو چې د فهیمې سلطاني په څېر یو شمېر افغانې زده کوونکي او محصلین د خپلو زده کړو د دوام دپاره نورې لارې چارې ولټوي.

نور ولولئ: د ټېکنالوژۍ برخه کې د نجونو نړیواله ورځ؛ افغان روباټ جوړوونکې نجونې پر څه بوختې دي؟

فهیمه وايي، ویې غوښتل چې د خپلو درسونو د دوام په خاطر له افغانستان څخه ووځي. نوموړې وايي: “دا سخت کار هم و ځکه چې زما مور او پلار، کورنۍ او هر څه مې په وطن کې پاتې دي.”

د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، په امریکا کې پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو هڅې پیل کړې چې افغانانو ته په بهر کې تعلیمي فرصتونه (سکالرشیپونه) برابر کړي.

د اریزونا پوهنتون د تعلیمي پروګرام مشره

د اریزونا پوهنتون د تعلیمي پروګرامونو د برخې مشره پام ډېلارجي ددغو افغانو محصلینو په اړه وايي چې دوی یوه ګډه تجربه لري او هغه د افغانستان څخه د دوی د راایستل کېدلو تجربه ده.

نوموړې زیاتوي: “له دې سربېره نو دوی د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه دي، د جلا مذهبونو استازیتوب کوي او د بېلابېلو قومونو خلک دي. دوی جلا دندې لري.”

نور ولولئ: رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

اوس یو شمېر افغانې زده کوونکې د لیسو څخه فراغت ته نږدې شوې دي او پوهنتونونه د دوی د لوړو زده کړو لپاره زمینه برابروي.

امریکا کې د افغان محصلینو ذکاوت ستایل کېږي

د اریزونا په پوهنتون کې د افغانو محصلینو د همغږۍ مسؤله اېرن تمایو وايي: “ښایي نړۍ د افغانستان مېرمنو ته د بې وسو او خاموشو ښځو په سترګه وګوري. زه تاسو ته ویلاي شم چې دا ښځې بې وسې او خاموشې ندي. دوی په کار پوهېږي، ذکاوت لري.”

یو شمېر نورو افغانو نجونو چې په بهر کې د تعلیم فرصت ندی ترلاسه کړی، په کور دننه د انلاین ښوونځیو له لارې تعلیم ته ادامه ورکوي.

فهیمه سلطاني په هغو ۶۰ نجونو کې شامله وه چې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په میاشت کې یې د ارېزونا په پوهنتون کې داخله واخیسته.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button