امریکا: خطر سره مخ افغانان له افغانستانه باسو
د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي امریکا خپلو کوششونو ته دوام ورکوي څو د SIV پر شرایطو برابر کسان او نور هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي ډیر ژر له هغه هیواد څخه راوباسي.
وايټ هاوس ټویټر پیغام کې لیکلي چې دا کار د بشر په تاریخ کې د ترانسپورت په یوه ستر ماموریت کې ترسره کیږي.په یوه ټویټ کې راغلي:”موږ د ځانګړو ویزو پر شرایطو د زرګونو برابرو افغانانو لیږد ته دوام ورکوو.سپینې ماڼۍ همداراز په یوه بل پیغام کې لیکلي چې د امریکا حکومت د جوبایډن په لارښونه ، د ځانګړو ویزو متقاضیانو ته ډیر امکانات برابر کړي او مخکې له دې چې طالبان پر کابل وکمن شي د اس ای وي د متقاضیان ادارې کارونه پنځوس سلنه کم شوي وو.
د افغانستان هغه اتباع چې په افغانستان کې یې د امریکا پوځ او یا هم د امریکا حکومت ته کار کړی وي په امریکا کې د میشت کیدو پر شرایطو برابر کیږي.د افغانستان هغه اتباع چې په افغانستان کې یې د امریکا پوځ او یا هم د امریکا حکومت ته کار کړی وي په امریکا کې د میشت کیدو پر شرایطو برابر کیږي.
امریکایي چارواکو ویلي دي چې تر اوسه څه باندې ۷۰ زره کسان د خاصو ویزو له لارې امریکا ته راغلي دی او اوسمهال ۱۸ زره نورو کسانو دغو ویزو ته وړاندیز ورکړی دی.
د امریکا جمهور رئیس جوبایډن تازه داسې یوه قانون توشیح کړ چې له مخې یې د امریکایانو افغان همکارانو ته ۸۰۰۰ نورې اضافه ویزې او ۵۰۰ میلیونه ډالره بودیجه د بیړني انتقال، د مجدد اسکان او نورو ضروري خدماتو د برابریدو لپاره ځانګړي کیږي.