Uncategorized

امریکا: له افغانستانه د فوځانو د ایستلو نېټه تغیر نه کوي

امریکا: له افغانستانه د فوځانو د ایستلو نېټه تغیر نه کوي له افغانستانه د امریکايي‌ او ناټو عسکرو د وتلو د لړۍ په دوام، سپینې ماڼۍ ویلي، د عسکرو د ایستلو پریکړه او نېټه قاطع دي او له شرایطو سره تغیر نه پکې راځي.

د وايټ هلوس یا سپیني‌ ماڼۍ ویاندې «جان ساکي» تېره ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې له افغانستانه د عسکرو ایستلو نېټه قاطع ده او هیڅ ډول بدلون به پکې رانشي.ددې په خبره امریکا باور درلود چې که خپل عسکر تر مۍ میاشتې وروسته له افغانستانه ونه باسي، نو د طالبانو له بریدونو سره به مخ شي.

fb img 1624602152082

د جن ساکي پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي‌ ځواکونو د وتلو لړۍ تر پنځوس سلنه زیاته بشپړه شوې.د بهرنیو عسکرو د وتلو سره هم مهاله حکومت پراخې سیمې طالبانو ته بایللې دي‌ او د لسګونو ولسوالیو مرکزونه سقوط‌ شوي‌ دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي‌ «زلمي‌ خلیلزاد» هم ویلي‌ و، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل په شرایطو پورې اړه نه لري.هغه ویلي وو چې مونږ غواړو چې ټول عسکر ل افغانستانه اوځي او باید په دې کې کوم ځنډ رامنځته نشي.

دده‌‌ په وینا امریکا باور لري‌، چې که خپل عسکر د شرایطو د سمون په تمه په افغانستان کې پرېږدي، نو هیڅکله به هغوی خپلو کورونو ته ستانه نشي.نو همدا اوس ښه فرصت دی چې باید افغانان په خپلو کنځو کې سره جوړ شي او خپل وطن د ابادی لپاره خپله کار وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button