نړیوال خبرونه

امریکا کې اور لګېدنه؛ تر اوسه ۲۴ کسان مړه شوي

د امریکا د کالیفورنیا ایالت کې د لګېدلي اور له کبله ۲۴ مړه او د اور وژنې هڅې دوام لري

اړوند مطالب:

کالیفورنیا کې ځنګلي اور له کنټرول وتلی او زرګونه کسان له خپلو سیمو وځي

امریکا کې د لګېدلي اور لمن تر هالیووډ ورسېده

د امریکا د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې د اورلګېدنې له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شوی دی.

د راپورونو له مخې اوس مهال، د ښار په څلورو ځایونو کې اور لګېدلی دی، او د اور وژلو هڅې روانې دي.

دا د دې ښار په تاریخ کې د اور لګېدو تر ټولو ویجاړونکې او زیان رسونکې پېښه ده.

داسې انګېرل کېږي چې د ۳۵ زره کورونو او سوداګریز ودانیو برېښنا پرې شوې ده.

د کلیفورنیا والي ګیوین نیوسوم اعلان کړی چې لاس انجلس ته د مرستې لپاره د کلیفورنیا ملي ګارډ زر تنه نور پرسونل استوي.

نوموړي وویل چې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري به په “اور لګېدونکو سیمو کې د خلکو په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي.”

په سيمه کې بادونه کولی شي لاس انجلس د اور له نور ګواښ سره مخ کړي، که څه هم چارواکي وايي چې اورونه اوس کم شوي دي، خو خطر لا هم پاتې دی.

په همدې مهال امریکایي چارواکو ټینګار کوي چې د هر ډول وضعیت سره د مقابلې لپاره چمتو دي.

پولیسو د لوټ تالان د پېښو په تړاو له شلو زیاتو کسان نيولي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې د لګېدلو ځنګلي اورونو د وژلو هڅې دوام لري.

چارواکو ویلي، لا هم د دغه ښار په ځينو سیمو کې اور لګېدلی دی.

دا اور سې‌ شنبه لومړی د لاس انجلس لوېدیځ ته د ملیبو ساحلي ښار په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې ولګېد،‌ خو وروسته د سخت باد او سیلۍ له کبله نورو سیمو ته خپور شو.

اوس که څه هم د دغه ځنګلي اور پر لګېدو څو ورځې وخت اوړي، خو اور وژونکي لا هم نه دي بریالي شوي چې کنټرول یې کړي.

د لاس انجلس د اور وژنې ادارې مشر ویلي،‌ بادونو او د اوبو شدید کمښت د اوروژنې چاره سخته کړې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button