سیمه

امیرخان متقي: ټي، ټي، پي او اسلام اباد هوکړې ته نږدې و، خو د پاکستان حکومت شاته شو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې پاکستاني طالبان له اسلام اباد سره هوکړې ته رسېدلي وو، خو حکومت دا فرصت ضایع کړ

پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټریبیون د پاکستاني سناتور مشاهد حسین سید په حواله چې په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي، لیکلي چې متقي ورته ویلي چې د پاکستان تحریک طالبان او د پاکستان د افغان طالبانو په منځګړیتوب یوې هوکړې ته نږدې شوي وو، خو د پاکستان حکومت شا تګ وکړ.

نور ولولئ: د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

پاکستاني سناتور مشاهد حسین سید چې په تهران کې د فلسطین د ملاتړ په کنفرانس کې برخه اخیستې وه، پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې د کنفرانس په څنډه کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره مفصلې غیر رسمي خبرې کړې دي چې تمرکز یې د افغانستان او د پاکستان د اړیکو د اوسني وضعیت او د پاکستان تحریک طالبان (ټي، ټي،پي) و.

طالبان هڅه کوي چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دغه پاکستاني سیاستوال ته ویلي، چې طالبان غواړي له اسلام اباد سره خپلې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

متقي همداراز زیاته کړې، چې په کابل کې د پاکستاني چارواکو او د پاکستاني طالبانو د تحریک د مرکچي ډلو تر منځ له یو لړ لیدنو وروسته ډېری مسایل حل شوي و او دواړه لوري د افغان طالبانو په منځګړتوب یوې هوکړې ته نږدې شوي و.

افغان طالبانو په ځانګړي ډول حقاني ډلې پر افغانستان له واکمنۍ سره سم په لومړیو میاشتو کې په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو منځګړیتوب کړی و، خو دا خبرې بالاخره بې پایلې پاتې شوې.

اسلام اباد په دغو خبرو کې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره پاکستان طالبان ته یو لړ شرطونه ایښي و، چې پاکستاني طالبان به د حکومت حاکمیت، اساسي قانون مني.

د قبایلي سیمو خپلواکي

له ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان قبایلي سیمې پخوا د پاکستان د حکومت تر کنټرول لاندې نه وې او په خپلواکه توګه یې فعالیت کاوه.

نور ولولئ: اسلام اباد د پاکستاني وسله‌والو د برید په تړاو د طالبانو سفیر احضار کړی

د پاکستاني طالبانو د سولې په خبرو کې یو شرط دا و چې پاکستان به قبایلي سیمې د پخوا په څېر خپلواکه کوي او خپل نظامیان به له دغو سیمو وباسي.

د معلومات به مخې پاکستاني طالبانو بل شرط دا و، چې دوي به په قبایلو سیمو کې به شریعت نافذوي.

افغان طالبانو د پاکستان له حکومت سره اوږدې او نږدې اړیکې درلودې، خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شدت دغه اړیکې په ظاهره ترینګلې کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button