Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

انګلستان د شل زره افغان کډوالو منلو پروګرام رسماً پیل کړ

انګلستان حکومت د شل زره افغانانو بریتانیا ته د راستلو او دې هېواد کې د ځای پر ځای کولو حکومتي پلان رسماً پیل کړ. بریتانیا کې د افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو چارو لپاره وزیره وکټوریا اتکینز نن جنورۍ شپږمه د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې د ښاروالیو له ځايي شوراګانو وغوښتل چې مرسته وکړي، چې په وینا یې په هېواد کې ”د افغان دوستانو لپاره ښه راتلونکی تضمین شي. ”

نوموړې وايي، دا شمېر له هغو اووه زره کسانو پرته اضافي دی، چې له بریتانیا سره د مرستې په تړاو له هېواده ایستل شوي دي. د ښاغلې په وینا د هغو افغانانو منلو لړ کې چې له هېواده ایستل شوي دي، ”تر ټولو ډېر سخاوت ” بریتانیا کړې. اغلې اتکینز وايي، دا پروګرام دې کسانو ته ”د قانوني او خوندي لارې ” زمینه برابرول دي. د نوموړې په وینا هغسې چې مو سپتمبر کې ویلي و، لومړي کال کې به پنځو زره کسانو ته بریتانیا کې د ځای پر ځای کېدو زمینه برابره شي، دا شمېر به بشپړ شي او په دې لړ کې یې د لومړیتوبونو یادونه وکړه.

نور یی ولوله | د طالبانو مشر د ”بې ګناه زندانیانو خوشي کولو او زندانونو وضعیت ارزونې” امر کړی

د نوموړې په وینا دې کسانو لومړۍ ډله هغه د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او د افغانستان عدلي او قضايي ادارو هغه کارکوونکي او کورنۍ یې دي، چې وار له مخه بریتانیا ته رسېدلي دي. نوموړې وايي، سږ کال به دې لړ کې دوې ډلې نور کسان هم شامل شي، چې یوه ډله یې له هېواده ایستل شوي دي او د ملګرو ملتونو کډوالۍ مسوولینو له خوا معرفي شوي دي.

بله ډ‌له هغه افغانان دي چې له بریتانیا سره همکار وو، یا یې له نړیوالو سازمانونو سره همکاري درلوده. بریتانیا حکومت وايي، دې پروګرام کې به هغو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي، چې د دیموکراسۍ، ښځو حقونو، بیان ازادۍ او قانوني پلي کولو په څېر ارزښتونو ته ژمن وو او دې لړ کې یې د بریتانیا له هڅو سره مرسته کړې.

دې لړ کې د هغو کسانو یادونه هم شوې، چې له جدي خطر سره مخامخ دي، ښځې یا نجونې دي او یا د لږکیو هغه کسان دي، چې خطر ورته متوجه دی. د حکومتي چارواکو په وینا د هغو کسانو پېژندلو لپاره چې دوی ورسره دې لړ کې مرسته کول غواړي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره په شریکه چارې پر مخ بیايي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button