ايټاليا کې پر مصنوعي ځيرکتيا (openAI) بنديز او په هند کې یې پراختیا
ايټاليا حکومت وروسته له هغه په مصنوعي ځيرکتيا بنديز ولګاوه چې د دغه ځيرکتيا نوی اپليکشن ChatGPT په ډېر سرعت سره خپور شو
د ايټاليا حکومت نن شنبې د روان ميلادي کال د اپريل په لومړی نېټه اعلان وکړ چې مصنوعي ځيرکتيا په دغه هيواد کې د فعاليت اجازه نه لري. د ايټاليا حکومت د دغه کار لامل د ChatGPT هراړخيز فعالیت بللی دی چې په وينا يې ځينو مذهبي مناسباتو ته يې هم سپکاوی کړی دی.
د مصنوعي ځيرکتيا نوي اپلکېشېن ChatGPT څه موده وړاندې د کاتولیک کلیسا مشر پاپ فرانسس عکسونه هم خپاره کړي وو چې پر خلاف يې توند غبرګونونه خپاره شول.
په ورته مهال له چين وروسته هندوستان هم د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته ټلويزيون ته ويانده جوړه کړې
هندوستان د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ داسې ويانده جوړه کړې چې په يو وخت کې په څو ژبو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرونه وړاندې کولای شي.
د «ثنا» په نوم دغه ويانده چې په «انډيا ټوډي» ټلويزيون کې به د هوا حالاتو په اړه خبرونه وړاندې کوي چې نه به ستړې کيږي، نه به يې د انسانانو په څير عمر زياتيږي، نه څه خوري، نه خوب کوي او هم کولای شي له ليدونکو سره د يوې موضوع په اړه خبرې وکړي او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړي.
ثنا په راتلونکې اوونۍ کې په انډيا ټوډې ټلويزيون کې خپله دنده پيلوي.
مصنوعي ځیرکتیا د یو لوی ټکنالوجیکي بدلون پيلامه ګڼل کیږي
مصنوعي ځيرکتيا په نوې ټکنالوژۍ کې لوی انقلاب راوستلی خو لا یې هم ټولې نړۍ ته پوښښ ندی رسيدلی او ځینو کسانو يې فعاليتونه انسانانو ته د خطر په مانا هم بللي چې په وينا يې که چيرته مصنوعي ځيرکتيا په راتلونکې کې د ټولې نړۍ رهبري واخلي نه جبرانيدوکي زيانونه به ټول بشريت ته واړوي.
نور ولولئ: د انسان نسل ته سیالي ده؟ CHATGPT
په افغانستان کې لاهم څوک نشي کولای چې له دغه نوې او ماډرنې تکنالوژۍ کار واخلي او بده يې لا دا چې ډېر خلک تر اوسه ترې ناخبره دي او هغه چې خبر هم دي لازمه پوهه يې په اړه نه لري.
د مصنوعي ځيرکتيا نوي خدمتونه ChatGPT ډېرې ځانګړنې لري چې کولای شي له انسانانو سره ډېره مرسته وکړي خو په هغه صورت کې چې خلک يې په مثبته بڼه وکاروي.
نور ولولئ: CHATGPT څه شی دی او څنګه کار کوي؟
د ChatGPT له خدمتونو نه په استفادې موږ کولای شو له ډېرو ژبو په اسانه او کم وخت کې لوی او واړه متنونه وژباړو، د زړه تنګۍ په وخت کې سات ورسره تیر کړو او حتا د خپلو شخصي ستونزو په هوارولو کې ترې ګټه واخلو.