ایا افغان حکومت ایران ته د طالب پلاوي دسفر په اړه خبر ورکړل شوی وو؟
ایا افغان حکومت ایران ته د طالب پلاوي دسفر په اړه خبر و؟داسې مهال چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشراو سیاسي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو لوړ پوړی پلاوی د ایران په رسمي بلنه یاد هیواد ته سفر کړی.د دويي پر وینا دغه پلاوی به ایران کې مختلفو اعلی چارواکو سره اوګوري.
د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه وایي چې ددې سفر په اړه ددوی نظر غوښتل شوی او خبر ورکړل شوی و.پرون سهار د طالبانو یو لوړپوړوی پلاوی د افغان سولې، د سیمې د وضعیت او ایران کې د مېشتو کډوالو د ستونزو د بحث په موخه تهران ته ورسېد او تمه کېږي، چې هلته به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «جواد ظریف» او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وویني.د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي.
ایران به له طالبانو سره د خپل پلان او نظر د څرګندولو تر څنګ د جمهوریت په چوکاټ کې د سولې هوکړې ته د رسېدو او د اساسي قانون په ګډون د ټولو ارزښتونو او لاسته راوړنو د ساتلو په اړه د سیمه ییزې اجماع له نظر څخه طالبان اګاه کړي.د خبرپاڼې پر بنسټ، ایراني لوری به د اوربند د ټینګښت په اړه طالبانو ته خپل پيغام ورسوي.
تهران ته د طالبانو د پلاوي سفر داسې مهال دی، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیل شوی دی.ورته مهال د حکومت مذاکراتي ټيم وایي، په دوحه کې له تېرو نهه ورځو راپدېخوا طالبانو ورسره نه دي لیدلي.او عمده لامل ېې د اجنډا په اړه بحثونه دي یعنې دويي غواړي چې د خپلې خوښې اجنډا د سولې مزاکراتو لپاره وټاکي.
سیاسی شنونکي هم په دې اړه وايي چې که چرته دواړه لورې غواړي چې د سولې مزاکرانو لپاره یو سیاسي لار اوګوري نو باید دواړه لورې پر هغه مواردو بحث وکړي کوم چې اسانه دي او د بحث وي. نو دې سره به ډېر مثایل حل شي.او د سولې مزاکراتو په اړه به د خلکو باور هم زیات شي.