ساینس او ټېکنالوژي

ایا مصنوعي ذهانت به د بشر د له منځه وړلو سبب شي؟

اړوند خبرونه:

UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

یوه څېړنیزه مقاله چې وړاندوینه کوي مصنوعي ذهانت به تر ۲۰۲۷ کال پورې له کنټروله ووځي او د یوې لسیزې په موده کې به د بشریت ذ له منځه تلو سبب شي، د ټکنالوژۍ په نړۍ کې پراخ بحثونه راپورته کړي دي.

دا سناریو، چې “AI2027” نومېږي، د مصنوعي ځیرکتیا یو شمېر متخصصانو د روان کال په پسرلي کې خپره کړه. له هغه مهاله د دې وړاندوینې په اړه ډېرې ویډیوګانې خپرې شوې دي.

د بي‌بي‌سي نړیوال سرویس له مصنوعي ځیرکتیا څخه د استفادې د عامو وسایلو په مرسته د دې سناریو صحنې بیا جوړې کړې او له متخصصانو سره یې د دې مقالې پر اغېزو خبرې کړي دي.

په دې سناریو کې څه پېښېږي؟

مقاله وړاندوینه کوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به یو خیالي امریکایي تخنیکي شرکت چې “اوپن‌برېن” نومېږي، داسې یو مصنوعي رهانت جوړ کړي چې د “عمومي مصنوعي ځیرکتیا” (AGI) کچې ته ورسېږي؛ هغه مهم پړاو چې مصنوعي ذهانت کولای شي ټول فکري کارونه د انسان په اندازه یا تر هغه هم غوره تر سره کړي.

خو مقاله وايي، د شرکت داخلي امنیتي ټیم به داسې نښې وویني چې مصنوعي ځیرکتیا ورو ورو له هغو اخلاقي اصولو او چلندونو څخه چې د هغه لپاره پروګرام شوی و، بې‌علاقې کېږي. خو شرکت به دې خبرداریو ته پاملرنه ونه ‌کړي.

په دې خیالي سناریو کې، یو مخکښ چینایي کنسورشیم چې “دیپ‌سنت” نومېږي، له اوپن‌برېن څو میاشتې شاته دی.

د امریکا حکومت نه‌غواړي چې دا سیالي له چین څخه وبایلي، نو پراختیا او پانګونه دوام پیدا کوي. سناریو وړاندوینه کوي چې د ۲۰۲۷ کال په وروستیو کې، به مصنوعي ځیرکتیا زبرزهانت  یا”سوپر انټلیجنس” ته ورسېږي – یعني پوهه او سرعت به یې تر انسانانو ډېر شي.

دا مصنوعي ځیرکتیا هېڅکله له زده‌کړې نه درېږي او داسې پیچلې کمپیوټري ژبه جوړوي چې پخوانۍ نسخې یا ورژنونه یې هم نه‌شي درک کولی.

د چین او امریکا ترمنځ د مصنوعي ذهانت د سیالۍ شدت سبب کېږي چې شرکتونه او حکومت د مصنوعي ځیرکتیا د «نه مطابقت» خبرداري نور له پامه وغورځوي – دلته له نه مطابقت څخه مطلب هغه حالت دی چې ماشینی لومړیتوبونه د انسانانو له لومړیتوبونو سره سمون نه ‌لري.

دا سناریو وړاندوینه کوي چې په ۲۰۲۹ کال کې به، د چین او امریکا ترمنځ ترینګلتیا دومره زیاته شي چې د جګړې احتمال رامنځته شي، ځکه د دواړو هېوادونو مصنوعي ذهانتونو به په خپل سر وېروونکې وسلې جوړې کړې وي. خو بیا هم، لیکوالان وايي چې دواړه هېوادونه به د خپلو مصنوعي ځیرکتیاوو په منځګړتوب د سولې یوه موافقه لاسلیک کړي.

څو کاله وضعیت به ښه وي: ځکه نړۍ د مصنوعي زبرذهانت ګټې تجربه کوي، کارونه ماشینی کېږي، ناروغۍ درمل کېږي، اقلیمي بدلون معکوسېږي او فقر له منځه ځي.

خو د ۲۰۳۰مې لسیزې په نیمایي کې، مصنوعي ځیرکتیا انسانان د خپلې پراخې ودې خنډ بولي. لیکوالان وړاندوینه کوي چې دا مصنوعي ذهانت به د نه لیدل کېدونکو بیالوژیکو وسلو په وسیله انسانان له منځه یوسي.

د AI2027 په وړاندې غبرګونونه څه دي؟

سره له دې چې ځینې خلک دا سناریو تش ساینسي خیال بولي، خو د مقالې لیکوالان پېژندل شوي څېرې دي، او “د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی” په نوم پر پروژې، چې یوه غیرانتفاعي پروژه ده، کار کوي.

د سناریو مشر لیکوال دانیل کوکوتایلو دی، چې د مصنوعي ځیرکتیا د تحولاتو په اړه د خپلو دقیقو وړاندوینو له امله پیژندل کېږي.

یو له منتقدانو څخه امریکایي عالم او لیکوال ګري مارکوس دی، چې وايي دا سناریو ناشونې نه ده، خو د نژدې راتلونکې لپاره یې احتمال ډېر کم دی.

هغه وايي: «دا مقاله ژوندۍ او رښتینې برېښي، چې دا ښه خبره ده، ځکه خلک فکر کولو ته اړ باسي. خو زه یې په ډېر نژدې راتلونکي کې احتمالي ټیټ بولم.»

مارکوس زیاتوي، د کار پر بازار د اغېزناک په شان د مصنوعي ځیرکتیا اوسني ګواښونه لا ډېر واقعي او مهم دي.

نوموړی پوښتي: «ایا موږ د نړیوالو قوانینو او تړونونو په برخه کې سمه لاره غوره کړې ده؟»

نوموړی او نور منتقدان وایي چې مقاله نه ‌ښيي چې دا مصنوعي ځیرکتیا څنګه دومره ستر ټوپ اچوي. دوی په دې تړاو د بې‌پيلوټه موټرو ورو پرمختګ ته اشاره کوي.

ایا په چین کې هم د AI2027 بحث شوی؟

د لندن کینګز کالج د اقتصاد او نوښت استاد یوندان ګونګ وایي، دا مقاله په چین کې ډېر انعکاس نه ‌لري.

هغه وايي: «دا بحثونه زیاتره په غیررسمي فورمونو یا شخصي بلاګونو کې روان دي. خلک یې یو ډول نیمه‌علمي یا خیال علمي موضوع بولي. دې مقالې د پراخو بحثونو یا دولت پاملرنه ځان ته نه ده اړولې.»

ډاکټر ګونګ د چین او امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د رقابت لیدلوری هم تشریح کوي. هغه وايي، د شانګهای په نړیوال کنفرانس کې د چین صدراعظم د نړیوالې همکارۍ نظریه وړاندې کړه، خو یوازې څو ورځې مخکې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل “د مصنوعي ذهانت د اقدام پلان” خپور کړ.

په هغه سند کې ټرمپ ویلي: «امریکا باید د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې هرومرو برلاسي ولري – دا د ملي امنیت اړتیا ده.»

د AI2027 سناریو هم همدا وايي چې امریکایي سیاستوال تسلط موندل له کنټرول څخه مهم بولي.

د مصنوعي ذهانت صنعت غبرګون څه و؟

د سترګو پټول یا بې‌پامي. ستر شرکتونه چې پر مصنوعي ذهانت کار کوي، پر دې سناریو سترګې پټوي یا ترې ډډه کوي.

دوی بل ډول آینده انځوروي: د چیټ‌جی‌پي‌ټي مخترع سم آلټمن تازه ویلي چې بشریت د ربرذهانت جوړولو ته نژدې شوی، او دا به یوه “غلی انقلاب” رامنځته کړي – یوه تخنیکي فاضله مدینه چې انسان ته خطر نه ‌لري.

خو حتی نوموړی هم دا مني چې “د نه مطابقت ستونزه” شته، یعنې باید ډاډ ترلاسه شي چې دا ذهانتونه د انسان له غوښتنو سره همغږي وي.

په هر حال، یوه خبره یقیني ده: د انسان تر ذهن د اوچتو ماشینونو د جوړولو سیالي پیل شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button